Ghous-e-Pak Ki Naseehatain

Book Name:Ghous-e-Pak Ki Naseehatain

شپې تيرولو د پاره هغه كور ته تشريف يوړلو، اوَّل ئې سلام اوكړو، بيا ئې په هغه كور كښې د شپې تيرولو اجازت اوغوښتلو.

    د هغه غريب خو قسمت رابيدار شو چې حُضُورِ غوثِ پاك رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پخپله هغه كور ته تشريف يوړلو، هغه بوډا كس په ډير ادب سره حُضُورِ غوثِ پاك رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ته د حصاريدلو د پاره خپل كور پيش كړو. حُضُورِ غوثِ پاك رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د خپلو خادمانو سره هلته قيام اوكړو.

     حُضُورِ غوثِ پاك رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه څه معمولي شخصيت نه وو، د هغوئي اوچت مقام او نوم وو، د لرې لرې پورې مشهور وو، دا خبر په حِلَّه كلي كښې خور شو چې دلته حُضُورِ غوثِ پاك رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه تشريف راوړے دے. د هغه كلي مشائخ او مالداران خلق د حُضُورِ غوثِ پاك رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په خدمت كښې حاضر شُو او درخواست ئې اوكړو: جناب دا زوړ كور دے، دلته به تاسو ته تكليف وي، تاسو زمونږ كور ته تشريف راوړئ، خو هغوئي منظوره نه كړه، او په هغه غريب کور كښې ئې حصاريدل خوښ كړل، آخر علماء و مشائخو او مالدارانو خلقو دلته د حُضُورِ غوثِ پاك رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په بارګاه كښې نذرانے پيش كول  شروع كړې، چا چيلئ راوستله، چا ميښه راوستله، چا سره زر، سپين زر او غله راوړله، په لږ ساعت كښې د هغه غريب كور د نذرانو نه ډك شو.

     حُضُورِ غوثِ پاك رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه هغه ټول تحائف، مال و دولت هغه غريب كس ته وركړل، هلته ئې شپه تيره كړه او په سفر روان شو،

     شيخ عبدُ الرَّزاق رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: دوه كاله پس زه بيا هغه كلي ته اِتِّفاقاً لاړم نو ما اوليدل چې هغه غريب كس كوم چې دوه كاله مخكښې د کلي د ټولو نه غريب انسان وو، اوس هغه د كلي د ټولو نه لوئ مالدار جوړ شوے دے، هغه اووئيل: زما دا ټول مال