Ghous-e-Pak Ki Naseehatain

Book Name:Ghous-e-Pak Ki Naseehatain

     د بوډئ د غم نه ډكه قِصَّه ئې چې واوريدله نو د حُضُورِ غوثِ پاك رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په بوډئ باندې ډير رحم راغے، هغوئي د الله پاك په بارګاه كښې لاس اوچت كړل، په ډيره عاجزئ ئې دُعا اوكړه: مولٰى! د دې بوډئ د ځوئ ډوب شوي جنج ته نوے ژوند عطا كړې. الله پاك د حُضُورِ غوثِ پاك رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه دُعا قبوله كړه او د 12 كالو ډوبه شوي كشتئ د ناوې، ناوك او جنج سره په درياب كښې ښكاره شوه او په لږ ساعت كښې غاړې ته راغله.

    د جنج ټول خلق د حُضُورِ غوثِ پاك رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په خدمت كښې حاضر شو دُعاګانې ئې واخستې، او په خوشحالئ خوشحالئ خپلو كورونو ته لاړل، د دې كرامت په اوريدلو بيشميره كافران راغلل او د حُضُورِ غوثِ پاك رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په لاس ئې اسلام قبول كړو.[1]  

    اے عاشِقانِ رسول! څومره غټ كرامت دے، يقيناً د دې په لوستلو، اوريدلو بے اختياره په ژبه سُبْـحٰـنَ  الـلّٰـه! راځي، آخر د حُضُورِ غوثِ پاك رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه كرامت دے، خو لږ غور اوكړئ! حُضُورِ غوثِ پاك رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه دا كرامت ولے اوښودلو؟ 12 كاله ډوب شوے جنج ئې بيا ولے راويستلو؟ صرف د يوے بوډئ د سترګو نه بهيدلو اوښكو اُودرولو او هغې سره همدردي كولو د پاره.

    اے قادريانو! اے د غوثِ پاك سره محبت لرونكو! اےعاشقان اولياء! داسې دُعا كول او د الله پاك نه د خپلې خبرې قبولِيَت حاصلول، 12 كاله مخكښې ډوبه شوي كشتئ راويستل، دا د حُضُورِ غوثِ پاك رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه شان دے خو غور اوكړئ! كه حُضُورِ غوثِ پاك رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په يوے بوډئ باندې رحم اوكړو او 12 كاله مخكښې ډوبه شوي كشتئ ئې راويستله نو آيا مونږه ځان ته قادريان وئيونكي، د غوثِ پاك او نورو اولياؤ سره محبت


 

 



[1]...مُنّے کی لاش، صفحہ:7 خُلاصۃً۔