Ghous-e-Pak Ki Naseehatain

Book Name:Ghous-e-Pak Ki Naseehatain

لرونكي د غريبانو مدد د نه شو كولے؟ آيا مونږه غريبانو سره د خپلې خُلے نوړئ نه شو تقسيمولے؟ آيا مونږه په وږو خلقو باندې روټئ نه شو خوړلے؟ آيا مونږه د يتيمانو په سر باندې لاس نه شو ايښودلے؟ آيا مونږه د غريبانو سره په مُسكا خبرې نه شو كولے؟ آيا د هغوئي د عِزَّت خيال نه شو ساتلے؟ آيا مونږه د غريبانو په حق كښې دُعا نه شو كولے؟ يقيناً كولے شو خو افسوس!  مونږه داسې نه كوو، آه! نن زمونږ په مُعاشره كښې غريبان اُوږي دي، د هغوئي څوك تپوس نه كوي، بعضې وخت مور و پلار د غريبئ، تنګدستئ نه تنګ شي او خپل بچي مړه كړي او بيا پخپله خود كُشي اوكړي، خو مونږ په خپل عيش و عشرت كښې څه كمے راوستل نه غواړو چې د هغوئي مدد اوکړو، نفلي صدقه و خيرات هم نه كوو، او په چا چې زكوٰة فرض وي هغه پوره زكوٰة هم نه اوباسي. په مُعاشره كښې غُربت، تنګدستي، غم، تكيف، پريشانئ زياتيږي او بل طرف ته د همدردئ، خيرخواهئ، غمخوارئ او سخاوت جذبه هم كميږي. لږ غور اوكړئ! زمونږ بُزُرګانِ دين به د تكليف په وجه د بندګانو د سترګو نه وتلو اوښكو باندې هُم رحم كولو او څنګه څنګه كرامتونه به ترينه ظاهريدل او مونږه که د يو غريبي معمولي شان مدد اوکړو نو هُم د امداد ورکولو په وخت کښې هغه پريشان حاله غريبانو سره سيلفيانې او ويډيوګانې جوړوو. بالکل داسې زړه دَردَوُنكي واقعات هُم پيښيږي چې که يو كس د غريب مالي مدد كوي، يا ورته راشن وركوي، د خوراك څښاك څيزونه وركوي نو اَتَه، لس کسان د هغه سره يو ځائے تصويرونه جوړوي او بيا ئې په سوشل ميډيا باندې خلقو ته داسې ښائي چې ګويا دې ټولو د دې غريب كس مدد كړے دے، غور اوكړئ! په داسې موقع باندې به په هغه غريب څه تيريږي...؟ ځکه چې غريب هُم عِزَّت لري هغه هُم دا خوښوي چې که څوک زما مدد کوي نو په پټه دِ ئې کوي، ما دِ دُنيا ته نه رُسوا کوي.