Ghous-e-Pak Ki Naseehatain

Book Name:Ghous-e-Pak Ki Naseehatain

نيكئ دعوت وركوي، نيك لمُونځ ګزاره ئې جوړوي او همدردي ورسره كوي، د دې سره سره د دعوتِ اسلامي يو ډيپارټمنټ FGRF۔ (يعنې فيضان، ګلوبل، ريليف فنډ) هُم دے. د دې ډيپارټمنټ بنيادي مقصد د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دردمند اُمَّت سره همدردي، غمخواري كول، ناڅاپه راتلونكي آفت مثلاً الله پاك دِ نكړي که زلزله راشي، سيلاب راشي نو فوراً په امدادي كارونو كښې حِصَّه اخستل دي.

    اے عاشِقانِ غوثِ اعظم! تاسو ته كه دا معلوم شي نو ډير زيات به خوشحاله شئ چې د دعوتِ اسلامي ډيپارټمنټ FGRF زير اهتمام * په ستمبر 2021 كښې تقريباً په 39 زره خلقو باندې تيار خوراك تقسيم كړے شو * په كورنګي ابراهيم حيدري (كراچئ) كښې په غريبانو كښې * سُرجاني (كراچئ) كښې د باران نه مُتاَثِّره شوي تقريباً 350 كورونو كښې راشن او خوراك تقسيم كړے شو * په شلو نوي مسلمان شوو كورونو كښې راشن تقسيم كړے شو، په ټول ملك كښې تر اوسه پورې تقريباً 992 نه زيات كوهيان ويستلي شوي دي او په هغې باندې سولر پمپونه لګيدلي دي *تهيليسيميا او نورو مرضونو كښې اخته خلقو د مدد د پاره تر اوسه پورې تقريباً 48 هزار 60 د وينې بوتلې (Blood Bags) مختلفو ادارو ته وركړے شوي دي * جُزوي معذورو ماشومانو د علاج د پاره اَلْـحَـمْـدُ لِلّٰـہ! [فيضان رِي هَيبي لي ټَيشَن سينټر] Faizan Rehabilitation Center (F.R.C) جوړ کړے شوے دے، په دې كښې تقريباً د دوو زرو نه زياتو ماشومانو رجسټريشن شوے دے.

    دغه شان د دعوتِ اسلامي يوه شعبه روحاني علاج هم ده. د دې شبعے تحت د غم وهلو پريشان حاله، تنګ دسته، بيمارو خلقو فِـىْ سَبِـيْلِ الله روحاني علاج كيږي. تاسو هم د دعوتِ اسلامي دِيني ماحول سره وابسته شئ، د اُمَّت د خيرخواهئ، همدردئ او رحم دلئ په دې ديني كار كښې د دعوتِ اسلامي سره مرسته اوکړئ. الله پاك دِ مونږ