Ghous-e-Pak Ki Naseehatain

Book Name:Ghous-e-Pak Ki Naseehatain

چې تاسو [د چا مال ناحقه] اخستے دے، هغه بيرته وركړئ! د خپل مالك و مولٰى د نافرمانئ نه را اوګرځئ...! د الله كريم په دروازه حاضر شئ...! صرف الله خالق و مالِك دے، كه تاسو د ده په در حاضر ئې نو د ده بندګان ئې، كه تاسو مخلوق طرف ته مُتَوَجِه ئې (مثلاً مال و دولت ګټلو كښې لګيدلي ئې او د دې په وجه د الله پاك در ته نه حاضريږئ، الله پاك مو هير كړے دے، نو تاسو د الله پاك بندګي نه كوئ بلكه) د مخلوق بندګان جوړ شوي ئې.

     اے انسانه! سُستي مه كوه! ځكه چې سُستي د هميشه محرومئ او پښيمانتيا سبب ده. خپل اعمال ښه كړه...! الله پاك به درباندې په دُنيا و آخرت كښې اِنعام اوكړي.

      حُضُورِ غوثِ پاك رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه خپل بيان کښې نور اوفرمائيل: د قيامت په ورځ به انسان په دُنيا كښې كړي خپل ښه او بد اعمال راياد كړي، خو هغه وخت به پښيمانتيا څه فائده نه وركوي، فائده خو په دې كښې ده چې د مرګ نه مخكښې قيامت راياد كړي...! د ميوو راشُوکولو په ورځ د تخم كرلو وخت يادول څه فائده نه وركوي.

     په حديثِ پاك كښې دي: دُنيا د آخرت كروَنده ده، څوك چې دلته د نيكو تخم اوكري، د قيامت په ورځ به په خوشحالئ خوشحالئ ميوه حاصله كړي او څوك چې په دُنيا كښې د بدئ تخم نال كړي، د قيامت په ورځ به شرمنده وي. غوثِ پاك نور اوفرمائيل: (اے خلقو!) كله چې تاسو ته مرګ راشي، تاسو به د غفلت د خوب نه را بيدار شئ خو هغه وخت بيداريدل به څه فائده درنكړي.

   اے انسانه! د بدو خلقو صُحبَت ته د نيكو خلقو نه بدګمانه كړے ئې. د الله پاك د كتاب او د مُصطفٰى صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د سُنَّتو په رنړا کښې ژوند تير كړئ! كاميابي به ستاسو قدمونه ښكل كړي. د الله پاك نه داسې حيا اوكړئ، څنګه چې هغه نه د حيا كولو حق دے. په غفلت كښې خپل وخت مه ضائع كوئ...! تاسو په هغه مال جمع