Ghous-e-Pak Ki Naseehatain

Book Name:Ghous-e-Pak Ki Naseehatain

     اے خلقو! ستاسو دا حال دے چې د علم ذِكر و فِكر محفل ته کله کله ځئ، په استقامت سره نه ځئ او چې كله د بيان كوونكي بيان اورئ نو د هغې نه نصيحت نه اخلئ بلكه په هغې كښې غلطيانې راوباسئ، خاندئ ورپورې، ټوقې ورپورې كوئ، د دې خبرو نه توبه اوكړئ! د الله پاك د دُښمنانو په شان مه جوړيږئ! څه چې اَورئ د هغې نه نصيحت حاصل کړئ! په تاسو باندې لازم دي چې نيكي اوكړئ او په اخلاص سره ئې اوكړئ. الله پاك فرمائي:

وَ مَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَ الْاِنْسَ اِلَّا لِیَعْبُدُوْنِ(۵۶)  (پارہ:27، سورۂ ذاریات:56)                     

مفهوم ترجمه: او ما پيريان او انسانان صرف د دې د پاره پيدا كړي دي چې زما عبادت اوكړي.

   د دې آيت تلاوت كولو نه پس حُضُورِ غوثِ پاك رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه اوفرمائيل: الله پاك پيريان او انسانان د نفساني خواهشاتو د پاره نه دي پيدا كړي، د لوبو، خوراك، څښاك او اوده كيدو د پاره ئې نه دي پيدا كړي. اے غافلو انسانانو! د خپل غفلت نه بيداره شئ...! تاسو خو په داسې غفلت كښې پراته ئې چې ګويا تاسو به هډو مرئ نه، ګويا تاسو به د قيامت په ورځ هډو راپاڅئ نه، ګويا د الله پاك په بارګاه كښې به ستاسو نه هډو حساب نه اخستے كيږي، ګويا تاسو به په پُل صِراط باندې هډو تيريږئ نه؟ دا خو ستاسو حال دے...!  او تاسو د مسلمانئ دعوٰى كوئ...!

ياد ساتئ! دا قرآنِ كريم دے، كه تاسو په دې باندې عمل اونكړو نو په ورځ د قيامت به دا ستاسو خلاف دليل وي.

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                                                                            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

    اے عاشِقانِ رسول! د حُضُورِ غوثِ پاك رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه څنګه عبرتناك او د غفلت نه رابيداروونكي نصيحتونه دي، حُضُورِ غوثِ پاك رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه زمونږه پير دے، پيرانِ پير