Book Name:Ghous-e-Pak Ki Naseehatain
اوكړے شو: حُضُور! ستاسو نائب څوك دے؟ اوئې فرمائيل: زما د سُنَّتو سره محبت كوونکي او نورو ته زده کوونکي. ([1])
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
* فرمانِ مُصطفے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دے: يو كس دوه څادرې اچولې غَره [یعنی په فخر] روان وو او په تَـكَـبُّر كښې وو، هغه په زمکه كښې خخ کړے شو، هغه به تر قيامته پورې مسلسل خخيږي. (صحيح مُسلِم ص١١٥٦حديث٢٠٨٨)
د ګرځيدلو دوه سنتونه: (1) حضورِ اکرم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به بعضې وخت په روانه كښې د كوم يو صحابي رَضِىَ اللهُ تَعَالٰی عَـنْهُ لاس په خپل لاس مبارك كښې اونيولو. (المعجم الکبير للطبرانـى ج٧ ص١٦٢ ) (2) رَسُولِ اکرم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به چې روان وو نو مخې طرف ته به لږ شان ټِيټ شوے تلَلو، لکه د بره نه چې راکوزيږي. (الشَّمائل المحمّدية للترمِذى ص ٨٧ رقم١١٨)
د ګرځيدلو شپږ آداب: (1) په غاړه كښې د سرو زرو يا د هر قسم اوسپنې زنځير اچولے، خلقو ته د ښودلو د پاره خلاص ګريوان په تَـكَـبُّر هيڅ کله مه ګرځئ، ځکه چې دا د کم عقلو، کبرژنو او فاسِقانو ګرځيدل دي. په غاړه كښې د سرو زرو چَـين يا بريسليټ (Bracelet) اچول د نارينه د پاره حرام او نور د هر قِسمه اوسپنې هم ناجائِزه دے. (2) په لاره تللو كښې پريشان نظري (يعني بے حاجته اخوا ديخوا کتل) سُنَّت نه دي، نظر ښکته ساتئ او په وقار [يعني احترام] سره ځئ. (3) د چا د کور بالکوني [ګيلرئ] يا کړکئ طرف ته بے ضرورته کتل مناسِب نه دي. (4) احتياط كوئ چې په