Book Name:Ghous-e-Pak Ki Naseehatain
* د خپلې اصلاح د پاره به بيان اورم * څه چې واورم نورو ته به ئې د رَسَولو كوشش كووم.
په سيپارۀ 21، سورۀ لُقمان، آيت: 15 كښې الله پاك ارشاد فرمائي:
وَّ اتَّبِـعْ سَبِیْلَ مَنْ اَنَابَ اِلَیَّۚ-
[مَفهُوم] ترجمهٴ كنزُالاِيمان : او د هغه په لاره لاړ شه چا چې زما طرف ته رجوع راوړه.
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! په دې آيت كښې مونږ ته د هغه خلقو په لاره د تللو حكم راكړے شوے دے، څوك چې الله پاك طرف ته رجوع راوړونكي يعنې مکمله فرمانبرداري کوونکي دي.
* يقيناً په دې دُنيا كښې د ټولو نه زيات الله پاك طرف ته رجوع كوونكي هستي زمونږ خوږ آقا مكي مَدني مُصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دے * بيا د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په واسطه سره صحابۀ كرام عَلَيْهِمُ الرِّضْوان هم الله پاك طرف ته رجوع كوونكي دي * اوليائے كرام هم الله پاك طرف ته رجوع كوونكي دي * اِمامِ اعظم اَبوحنيفه هم الله پاك طرف ته رجوع كوونكے دے * داتا ګنج بخش صاحب * خواجه مُعينُ الدِّين اجميري * بابا فريدُ الدِّين ګنج شكر * اعلٰـى حضرت عَلَيْهِمُ الرَّحمَه غرض ټول اوليائے كرام الله پاك طرف ته رجوع كوونكي دي.
نو بيا به د آيت مطلب دا شي * اے انسانانو! زمونږ د خوږ حبيب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په لاره روان شئ! * د صحابۀ كرامو عَلَيْهِمُ الرِّضْوان په لاره روان شئ! * د عاشقانِ رسول عُلمائے كرامو په لاره روان شئ! * د اوليائے كرامو په لاره روان شئ....![1]