Ghous-e-Pak Ki Naseehatain

Book Name:Ghous-e-Pak Ki Naseehatain

هغه يو وخت هم په دې دريو خبرو كښې د يوے خبرې نه خالي نه وي * د هغه زړه تل د دې دريو خبرو پخه اراده كوي * بنده دِ ځان سره دا درې خبرې بيانوي * او د خپل بدن اندامونه دِ هر وخت په دې كښې مصروف ساتي.[1]

    اے عاشِقانِ رسول! څومره مختصر او زبردست نصيحت دے. شيخ عبدُالحق مُحَدِّث دِهلوي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دې په شرح كښې فرمائي: حُضُورِ غوثِ پاك رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په دې مختصر نصيحت كښې د پوره دِين خُلاصه بيان كړي ده.[2]

    دلته كمال اوګورئ! بعض خلق وائي چې: مولانا صاحب! مونږه خو دُنيا دار خلق يو، چې څومره كيدے شي، لمُونځونه ادا كوو، ذِكر و اَذكار كوو، حُضُورِ غوثِ پاك رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه دا وسوسه هُم ختمه کړي دي، فرمائي: په دې دريو خبرو باندې عمل كول (يعنې 1: د الله پاك احكام ادا كول، 2: د هغه منع کړو خبرو نه منع كيدل، 3: او په تقدير باندې راضي اوسيدل، په دې دريو خبرو باندې عمل كول) دا د مسلمان ادنٰى حالت دے. مطلب دا دے چې هر هغه كس چا چې كلِمه لوستلي ده، كه هغه دُنيادار دے، که ديندار دے، که سوداګر دے، که وكيل دے، که ډاكټر دے، که ډرائيور دے، که مالك دے، که نوكر دے، که بادشاه دے او که د ټولو نه غريب كس دے، چا چې دا كَلِمه لوستلي ده، چا ته چې د اِيمان دولت نصيب شوے دے، په هغه باندې لازم دي چې په دې دريو خبرو باندې هميشه عمل كوي.

    دلته په يوه بله نُكته باندې غور اوكړئ! عام طور زمونږ په ذِهن كښې ډير قِسمه خيالونه راځي، مونږه ډيرې منصوبے جوړوو، مونږه په زړه زړه كښې غټ خوبونه وينو بلكه د خلقو ګنړ شمير په لمَانځه كښې هم په دُنياوي سوچونو كښې مصروف وي،


 

 



[1]... فتوح الغیب، صفحہ:17۔

[2]...شرح فتوح الغیب، صفحہ:10 ماخوذًا۔