Book Name:Nigah e Ghous Azam

علمائے کرامو نه ئې، مونږ به ستاسو خبره هله اُومنو چې کله تاسو مړي ژوندي کړئ، پيرانِ پير غوثُ الاعظم دستګير رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه انتهائي اطمينان سره اوفرمائيل: دا خو څه مشکل کار نه دے، تاسو کوم مړے ژوندے ليدل غواړئ؟

بياد کُرد قوم سردارانو پيرانِ پير غوثُ الاعظم دستګير رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ځان سره يوے مقبرے ته بوتللو او يو ډير زوړ قبر طرف ته ئې اشاره اوکړه او اوئې وئيل: دا مړے ژوندے ليدل غواړو. پيرانِ پير غوثُ الاعظم دستګير رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د هغه قبر خواہ ته تشريف يوړلو او اوئې فرمائيل: قُمْ بِاِذْنِ الله   يعني پاڅه د الله پاک په حکم! بس د غوثِ پاک دا فرمائيل وو چې قبر کولاو شو او مړے د قبر نه بهر راووتو، هغه اول غوثِ پاک ته سلام عرض کړو او بيا ئې پوښتنه اوکړه چې: آيا قيامت قائم شوے دے؟ غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه اوفرمائيل: نه، قيامت نه دے قائم شوے. ته دې خلقو ته اووايه چې ته د کوم دَور سړے ئې؟ هغه اووئيل: زه د حضرت دانيال عَـلَيْـهِ الـسَّـلاَم د وخت يم او هم د هغوئي عَـلَيْـهِ الـسَّـلَام په دين راته مرګ راغلے وو.

بيا پيرانِ پير غوثُ الاعظم دستګير شيخ عبد القادِر جِيلاني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه هغه ته اوفرمائيل: ته واپس قبر ته لاړ شه! ته به د قيامته پورې هلته اوسيږې. د کُرد قوم سردارانو په خپلو سترګو دا ټول منظر اوليدلو او خبرې ئې هُم واوريدلې، د غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه دا ژوندے کرامت ئې چې اوليدلو نو ټولو سردارانو او د هغوئي قوم کلمه اووئيله او مسلمانان شول .([1])  

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                                                                            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

      اے عاشقانِ غوثِ پاک! دا ده د حضور غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه تَوجُّه، د هغوئي نظرِ کرم او د کراماتو فيضان، چې هغوئي کُرد قوم طرف ته توجه اوفرمائيله، هغوئي ته ئې د نيکئ دعوت ورکړو او د اسلام د رِښتيا کيدلو عملي ثبوت ئې ورکړو نو ټولو کلمه اووئيله او مسلمانان شول.


 

 



[1]...حیات المعظم، صفحہ:152-154خلاصۃً۔