Book Name:Nigah e Ghous Azam

او مسلمان به شې؟ عيسائي اووئيل:آو، زه به مسلمان شم.

پيرانِ پير غوثُ الاعظم دستګير رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه هغه غير مسلمه ځان سره قبرستان ته بوتلو او اوئې فرمائيل: وايه! څوک ژوندي کول دي؟ هغه غير مسلمه يو زوړ قبر طرف ته اشاره اوکړه، حضور غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د هغه قبر خواه ته تشريف يوړو، په هغه قبر باندې ئې نظر اوفرمائيلو او اوئې فرمائيل: قُم بِاِذْنِيْ پاڅه زما په حُکم. بس دا وئيل وو چې قبر کولاو شو او مړے راپاڅيدو. د پيرانِ پير غوثُ الاعظم دستګير رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه دا ښکاره کرامت ئې چې اوليدو نو د هغه غير مسلمه په زړۀ کښې د ايمان رنړا روښانه شوه او کلمه ئې اووئيله او فوراً مسلمان شو.([1])

عيسیٰ کے معجزوں نے مردے جِلا دئیے ہیں        مُحَمَّد کے معجزوں نے مسیحا بنا دئیے ہیں

      سُبْحٰنَ الله! اے عاشقان غوثِ پاک! تاسو اوکتل! يوه خالص علمي مسئله چې د هغې په باره کښې يو مسلمان او غير مسلمه جګړه کوله، حضور غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د خپل کرامت په ذريعه دا واضحه کړه چې زمونږ نبي، رسول هاشمي د ټولو انبيائے کرامو نه افضل و اعلٰي دے.

خلق سے اَولیا، اَولیا سے رُسُل                                                                            اور رسولوں سے اعلیٰ ہمارا نبی([2])

      دلته دا خبره ياده ساتئ چې ټول انبيائے کرام په مخلوق کښې د ټولو نه افضل و اعلٰي دي او د نبي کيدلو په اعتبار سره ټول انبياء برابر دي. خو د انبيائے کرامو خپل مينځ کښې مختلفې درجے دي، دا خپل مينځ کښې يو بل باندې فضيلت لري او زمونږ نبي، رسول هاشمي ټولو انبيائے کرامو کښې افضل دے. الله  پاک ارشاد فرمائي:

تِلْكَ الرُّسُلُ فَضَّلْنَا بَعْضَهُمْ عَلٰى بَعْضٍۘ-مِنْهُمْ مَّنْ كَلَّمَ اللّٰهُ وَ رَفَعَ بَعْضَهُمْ دَرَجٰتٍؕ-  (پارہ3،سورۃالبقرۃ:253)

ترجمه: دا رسولان دي مونږ په دوئي کښې يو ته په بل باندې فضيلت ورکړے دے، په دوئي کښې چا سره الله کلام فرمائيلے دے او څوک هغه دے چا ته ئې چې په ټولو باندې په درجو اوچتوالے ورکړے دے.


 

 



[1]...حیات المعظم، صفحہ:174۔

[2]...حدائقِ بخشش، صفحہ:138۔