Book Name:Nigah e Ghous Azam

د خوفِ خدا طلبګار يم، چا عرض اوکړو: زه خپل وخت محفوظ کول (يعني ذِکرالله کښې مشغوليدل) غواړم، چا عرض اوکړو: زه په علم کښې اضافه غواړم. شيخ خليل رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه  عرض اوکړو: زه قطب جوړيدل غواړم، شيخ ابوالبرکات رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه  عرض اوکړو: زه د الله پاک په مينه کښې ښه ډيره اضافه غواړم. شيخ ابوالفتح رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه عرض اوکړو: زه د قرآن کريم او حديثِ رسول حافظ جوړيدل غواړم.

دغه شان ټولو خپل خپل حاجتونه بيان کړل، کله چې ټولو عرض اوکړو نو پيرانِ پير غوثُ الاعظم دستګير  شيخ عبدالقادر جيلاني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه  اوفرمائيل: مونږ د ټولو په حاجتونو کښې د ټولو مدد کوو.

شيخ ابوالخير رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه  فرمائي: په الله پاک مې دِ قسم وي! په هغه مجلس کښې چې چا څه غوښتي وو، هغه ورته ملاو شو شيخ حَضرمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه  چا چې د قرآن حفظ کولو تمنا کړې وه، الله پاک هغه ته توفيق ورکړو او هغوئي په شپږو مياشتو کښې پورا قرآن کريم حفظ کړو. دغه شان شيخ جميل رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه  چا چې عرض کړے وو چې زه خپل وخت محفوظ کول غواړم (يعني هر وخت په ذِکرالله کښې مشغول اوسيدل) غواړم، هغوئي هٰغه درجے ته اورسيدو چې هر وخت به ئې تسبيح په لاس کښې وې او په ذِکر الله کښې به مشغول وو، تر دې پورې چې کله به قضائے حاجت د پاره تللو نو تسبيح به ئې يو ميخ ته زوړندې کړې او د هغه تسبيح دانے به پخپله اوړيدلې.

سُبْحٰنَ الله! دا دے:

فَالْمُلْقِیٰتِ ذِكْرًاۙ(۵)

ترجمه: بيا د ذِکر القا کوونکو قسم.

يعني د اوليائے کرامو شان دا دے چې د خلقو په زړونو کښې ذِکر اچوي.