Azmaish Ki Hikmatain

Book Name:Azmaish Ki Hikmatain

د شرعي احكامو په ازميښت كښې د كاميابئ طريقه

    اے عاشِقانِ رسول! معلومه شوه په شرعي احكامو كښې هم زمونږه ازميښت كيږي او په دې امتحان كښې د كاميابئ صرف يو صورت دے، هغه دا چې بنده پابندئ سره په شرعي احكامو باندې عمل اوكړي.

    هميشه ياد ساتئ! په دُنيا كښې د شرعي احكامو په ذريعه زمونږه امتحان اخستلے كىږي، دا امتحان به د ژوند آخرئ ساه پورې جاري وي. كوم كس چې بالِغ دے او عقل ئې سلامت دے، هغه يو وخت هم د شريعت د حكم نه نه شې آزاديدے، كه څه عُذر، مجبوري ئې وي، نو شريعت هغه ته رعايت وركوي * څوك چې په ولاړه د لمُونځ ادا كولو طاقت نه لري، هغه دِ په ناسته لمُونځ ادا كړي * څوك چې په ناسته لمُونځ نه شي ادا كولے، هغه دِ ئې په ملاسته ادا كړي * څوك چې حركت نه شي كولے، هغه دِ ئې په اشاره ادا كړي، البته لمُونځ به ضرور ادا كوي * څوك چې سخت بيمار دے، د روژو نيولو طاقت نه لري، هغه دِ اوس روژے نه نيسي خو وروسته دِ د هغې قضا راوړي. [يعنې هغه روژے دِ بيا اونيسي]. غرض دا چې ترڅو پورې په مونږ كښې ساه ده او عقل مو سلامت دے نو د شرعي احكامو نه د آزاديدو هيڅ صُورت نشته. الله پاك فرمائي:

وَ اعْبُدْ رَبَّكَ حَتّٰى یَاْتِیَكَ الْیَقِیْنُ۠(۹۹)  (پارہ:14، سورۂ حجر:99)  

[مَفهُوم] ترجمهٴ كنزُالاِيمان : او د مرګ د ساعته پورې د خپل ربّ په عبادت کښې اوسه.

      د اسلام د دويم خليفه، اَمِیْرُ الْمُؤْمِنِیْن، حضرت عُمَرفاروقِ اعظَم رَضِیَ الله عَنْهُ واقعه مشهوره ده، چې كله په هغوئي باندې قاتلانه حمله اوشوه نو د هغوئي نه ډيره زياته وينه بهيدلي وه، په هغوئي باندې بے هوشي راغله، چې كله په هوش كښې راغلو نو اوئې