Book Name:Azmaish Ki Hikmatain
فرمائيل: آيا خلقو لمُونځ ادا كړے دے؟ خلقو اُووئيل: آو ادا كړے ئې دے. اوئې فرمائيل: لَا اِسْلَامَ لِمَنْ تَرَکَ الصَّلَاۃَ يعنې څوك چې لمُونځ پريږدي، هغه حقيقي مسلمان نه دے. بيا هغوئي اودس اوكړو او د سحر لمُونځ ئې ادا كړو.[1]
په شرعي احكامو باندې د عمل كولو يوه فائده
شاه ولِىُّ الله مُحَدِّث دِ هلوي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: الله پاك په انسان كښې دوه قوتونه پيدا كړي دي: (1):قُوَّتِ بَہِیْمِیَّہ (يعنې د ځناورو صِفَت) (2) او قُوَّتِ مَلَکِیَّہ (يعنې د فرښتو صِفَت) د انسان په بدن كښې دا دواړه قوتونه موجود كيدل يا پخپله د انسان وجُود د دې خبرې تقاضا كوي چې په انسان باندې شرعي احكام لازم كړے شي، الله پاك د انسان خالق دے، انسان پيژني، د انسان صلاحيت پيژني، د الله پاك په وركړو شوو حكمونو باندې عمل كولو سره انسان فرښته صِفَت جوړيږي او د كومو كارونو نه چې الله پاك منع فرمائيلي ده، د هغه كارونو نه منع كيدلو باندې انسان د ځناورو والا كارونو نه بچ كيدے شي.[2]
معلومه شوه چې كه مونږه د شريعت په احكامو باندې واقعي عمل كوونكي جوړ شو نو د دې په بركت به اِنْ شآءَ اللهُ الْكَرِيْم مونږه په حقيقي معنو كښې انسانان جوړ شو، د ځناورو په شان وحشيانه انداز كوم چې نن صبا په مُعاشره كښې ډير زيات دے، د دې نه به خلاصے رانصيب شي. تاسو په دُنيا كښې اوګورئ! هغه مُعاشرے چرته چې اسلامي نِظام نشته، د اسلامي احكامو نافذ كيدل نشته، كوم خلق چې شرعي احكام هډو مني نه، يا ئې مني خو په هغې باندې عمل نه كوي، هلته ګمراهي، بد