Azmaish Ki Hikmatain

Book Name:Azmaish Ki Hikmatain

عادتونه، ناكاره طريقے عام دي، هلته د بےحيائې نه ډك جرمونه كيږي، په اخبارونو كښې روزانه دا خبرونه راځي چې په فلانكي ملك كښې د لسو كاله ماشومه د واده نه بغير مور جوړه شوه، په فلانكي ملك كښې د غلاګانو شمير دومره فيصده ته اورسيدو، په فلانكي ملك كښې د خود كُشئ، قتل، ډاكے كولو شرح دومره فيصد ته اورسيدله. دا خبرونه مونږه اورو. دا ټول څه دي؟ د خپلو خواهشاتو خبره منل دي، دا اِنسان د انسانِيَّت د درجے نه غورزيدل دي او داسې ولے كيږى؟ په دې وجه چې په هغه مُعاشرو كښې د شرعي احكامو نافِذ كيدل نشته، دغه شان هغه مُعاشرے چرته چې شرعي احكام منل كيږي خو د علمِ دين نه د لرې والي په وجه خلق د دِين نه بيزاره ښكاري، نه په دِين او نه په شرعي احكامو باندې عمل كوي، هلته هم داسې واقعات پيښږي، كله ماشومانې د خپل شهوت نشانه جوړې کړي او بيا ئې قتل کړي، كله د ناپوهئ په وجه خپله وړوكي ماشومه لور په پريشر كُكر كښې واچوي او په اور ئې كيږدي. دا ټول خپل خواهشات او د ځناورو سلوك صرف په شرعي احكامو باندې د عمل نه كولو په وجه دے. كه انسان په خپل ذات باندې پوره شرعي احكام نافِذ كړي نو دا د ځناورو عادت به ترينه ختم شي او انسان به فرښته صِفَت جوړ شي.

   الله پاك دِ مونږ ټولو ته په حقيقي معنو كښې په شرعي احكامو باندې د عمل كولو توفيق را عطا كړي. اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم

(2) د نعمتونه په ذريعه د ازميښت بيان

    اے عاشِقانِ رسول! په دې دُنيا كښې چې مونږه د كومو امتحانونه نه تيريږو، د هغې دويم قسم مختلف نعمتونه دي. عام طور مصيبت، پريشانئ، تنګدستئ، غريبئ، بيمارئ او د خپلو خپلوانو مرګ وغيره ازميښت ګنړلے كيږي خو په قرآنِ كريم كښې