Book Name:Azmaish Ki Hikmatain
د غور كولو نه پته لګي چې ازميښت صرف په مصيبت او پريشانئ كښې نه دے، د نِعمَت نصيب كيدل هم يو ازميښت دے. الله پاك فرمائي:
وَ نَبْلُوْكُمْ بِالشَّرِّ وَ الْخَیْرِ فِتْنَةًؕ- (پارہ:17، سورۂ انبیا:35)
[مَفهُوم] ترجمهٴ كنزُالاِيمان : او مونږه ستاسو ازميښت كوو په بدئ او خير سره د امتحان په طور.
معلومه شوه انسان صرف په بدئ (مثلاً درد، غم او پريشانئ) نه ازمائيلے كيږي بلكه په نيكو (آرام، تندرستئ، نعمت او دولت) وركولو هم د هغه ازميښت كيږي.
د حضرت سُليمان عَلَيْهِ السَّلام د حِكمت نه ډك فرمان
د الله پاك نبـي حضرت سُليمان عَلَيْهِ السَّلام واقعه ډيره مشهوره ده، چې كله ملكه بلقيس د حضرت سُليمان عَلَيْهِ السَّلام په خدمت كښې د حاضريدو د پاره د يمن نه راروانه شوه، د حضرت سُليمان عَلَيْهِ السَّلام د دربار نه لږه لرې وه چې حضرت سُليمان عَلَيْهِ السَّلام خپلو درباريانو ته اوفرمائيل:
اَیُّكُمْ یَاْتِیْنِیْ بِعَرْشِهَا قَبْلَ اَنْ یَّاْتُوْنِیْ مُسْلِمِیْنَ(۳۸) (پارہ:19، سورۂ نمل:38)
[مَفهُوم] ترجمهٴ كنزُالاِيمان : اے درباريانو! په تاسو كښې څوك دے چې هغه د هغې تخت زما خوا ته راوړي، مخكښې د هغې نه چې هغوئي زما خوا ته تابعدار حاضر شي.
يو غټ طاقتور پيري اووئيل: جناب! زه به هغه تخت حاضر كړم او ستاسو د دربار د وخت ختميدو نه مخكښې به ئې راوړم. اوئې فرمائيل: زه ئې د دې نه هم زر غواړم. بيا حضرت آصف بِن برخيا رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه عرض اوكړو:
اَنَا اٰتِیْكَ بِهٖ قَبْلَ اَنْ یَّرْتَدَّ اِلَیْكَ طَرْفُكَؕ- (پارہ:19، سورۂ نمل، آیت:40)
[مَفهُوم] ترجمهٴ كنزُالاِيمان : زه به هغه ستاسو بارګاه ته ستاسو د سترګې رپيدو نه مخكښې راوړم.