Book Name:Azmaish Ki Hikmatain
واقعی د سترګې په رپ كښې حضرت آصف بِن برخيا رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په میلونو لرې په ووه كوټو كښې دننه ايښودے شوے تخت د حضرت سُليمان عَلَيْهِ السَّلام په خِدمت كښې حاضِر كړو، هغه وخت حضرت سلیمان عَلَيْهِ السَّلام اوفرمائيل:
هٰذَا مِنْ فَضْلِ رَبِّیْ ﱎ (پارہ:19، سورۂ نمل، آیت:40)
[مَفهُوم] ترجمهٴ كنزُالاِيمان : دا زما د ربّ په فضل اُوشو.
او اللہ پاک دا انعام ولے ورعطا كړو، دا فضل ئې ولے اوفرمائيلو، د دې حکمت بیانولو کښې حضرت سلیمان عَلَيْهِ السَّلام اُوفرمائيل:[1]
لِیَبْلُوَنِیْۤ ءَاَشْكُرُ اَمْ اَكْفُرُؕ- (پارہ:19، سورۂ نمل، آیت:40)
[مَفهُوم] ترجمهٴ كنزُالاِيمان : چې هغه زما ازميښت اوكړي چې زه شُكر ادا كووم که ناشُكري كووم.
معلومه شوه چې د نعمتونو په ذريعه، په نعمتونو ورکولو، په خوشحالو ورکولو او په مال و دولت وركولو هم د انسان ازميښت كيږي، او په دې كښې ازميښت څه دے؟ دا كتنه كيږي چې بنده شُكر ګزاره جوړيږي يا ناشُكري كوي، څوك دے چې د نعمتونو په نصيب كيدو باندې په فخر او لوئي كښې اخته كيږي او څوك عاجزي و انكساري كوي، څوك دے چې نعمتونه د خپل طاقت، قُوَّت او محنت نتيجه ګنړي او څوك دا نعمتونه صرف د الله پاك فضل ګنړي. دا ازميښت دے...!
د نِعمتونو زياتوالے سركشه کول كوي
عام طور خلق د مصيبت او پريشانئ په ازميښت باندې ژاړى خو په حقيقت كښې اصل ازميښت نعمتونه نصيب كيدل دي، ځكه چې د نعمتونو او مال و دولت