Azmaish Ki Hikmatain

Book Name:Azmaish Ki Hikmatain

زياتوالے، عِزَّت، شُهرت، مقام و مرتبه، خوشحالي، دا ټول څيزونه عام طور انسان سركشه جوړوي يا ئې غافله کوي او انسان ورځ په ورځ د حق لارې نه لرې كيږي او بعض ناپوهه خو هغه هم دي كوم چې د نعمتونو د زياتوالي، عِزَّت، مقام و مرتبے او خوشحالئ په وجه په غرور او تكبر كښې داسې اخته كيږي چې د هميشه د پاره ذليل و خوار شي. اوګورئ! * د فرعون ازميښت اوكړے شو، تاج، تخت او حكومت وركړے شو خو هغه بدبخته سركشه شو او د خُدائي دعوٰى ئې اوكړه * د نمرود ازميښت هم شوے وو* يزيد هم ازمائيلے شوے وو، دغه بدبخته انسانانو د دې نِعمتونو شُكر ادا نكړو او سركشه شو. مولانا رُوم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي:

نَفْسِ کَس رَا فِرْعَوْن نیست                        لَیْک اُوْ رَاعَوْن کَس رَا عَوْن نیست

   يعنې: څوك دے چې د هغه نَفسِ اَمَّاره فرعون نه دے، خو! د مصر فرعون ته بادشاهي او حكومت وركړے شوي وو، هر يو ته بادشاهي نه ميلاويږي.

    مطلب دا دے چې كه زمونږ په شان عامو انسانانو ته هم د فرعون په شان تاج و تخت وركړے شي، حكومت، طاقت، قُوَّت او مال و دولت وركړے شي نو كيدے شي چې مونږه هم سركشي اوكړو او د فرعون نه په سركشئ كښې مخكښې لاړ شو. نن صبا د دې مثالونه عام دي، * بعضو ته چې لږ مال ميلاؤ شي، نو د عام كس سره خبرې كول نه خوښوي * بعضو ته چې ښه نوكري ميلاؤ شي نو زاړه مور و پلار په دِيکو دِيکو د کوره اُوباسي، * د غريبو خپلوانو نه سترګې اړوي * که لږ تعليم حاصل كړي نو نور خلق جاهلان ګنړل شروع كړي * بعضې خلق چې مخكښې پرې ډيره غريبي راغلي وه او د الله پاك په بارګاه كښې به ئې په ژړا ژړا دُعاګانې غوښتلې، څنګه چې هغه ته څه مال ميلاو شي، لږه خوشحالي پرې راشي نو د الله پاك داسې نافرمانئ كول شروع كړي چې د الله پاك پناه!