Book Name:Azmaish Ki Hikmatain
اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ګويا د داسې خلقو پوهه كولو د پاره فرمائي:
رِزْقِ خُدا کھایا کِیا، فرمانِ حق ٹالا کِیا شُکرِ کرم، ترسِ سزا یہ بھی نہیں وہ بھی نہیں([1])
وضاحت: د الله پاك عطا كړے شوے رزق خوړل....! او د الله پاك په احكامو عمل نه كول...! اے نفسه...! نه د نِعمتونو شُكر ادا کوې، او نه د قيامت د ورځې د سزا ويره لرې...
په بُخاري شريف كښې حديثِ پاك دے: حضرت اَبُوهُريره رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ راوي دے، خوږ آقا فرمائيلي دي چې په بنـي اسرائيلو كښې درې سړي وو: (1) د برګي مريض (2) ګنجے او (3) ړوند.
قُدرت ته د هغوئي درې واړو امتحان منظور شو، چنانچه الله پاك هغه درې واړو ته يوه فرښته راوليږله. هغه فرښته د برګي والا خوا ته ورغله او ورته اوئې وئيل: ستا كوم څيز زيات خوښ دے؟ هغه اووئيل: ښه رنګ، ښكلے بدن او د دې بيمارئ نه خلاصے د كومې په وجه چې خلق ما بد ګنړي. فرښتے د هغه په بدن لاس راښكلو نو د هغه بيماري ختمه شوه او هغه ته ښه او ښكلے بدن وركړے شو. فرښتے ترينه بيا تپوس اوكړو: ستا كوم مال زيات خوښ دے؟ هغه اُووئيل: اوښان مې زيات خوښ دي. هغه ته لس بلاربې اوښانې وركړے شوے. بيا فرښتے هغه ته په مال كښې د بركت دُعا اوكړه او لاړه.
بيا فرښته د ګنجي خوا ته ورغله، تپوس ئې ترينه اوكړو: ستا كوم څيز زيات خوښ دے؟ هغه اووئيل: ښه ويښته او د دې بيمارئ نه خلاصے د كوم په وجه چې خلق زما