Azmaish Ki Hikmatain

Book Name:Azmaish Ki Hikmatain

نه نفرت كوي. فرښتے د هغه په سر لاس راښكلو نو د هغه بيماري ختمه شوه او هغه ته ښه ويښته وركړے شو. بيا فرښتے ترينه تپوس اوكړو: ستا كوم مال زيات خوښ دے؟ هغه اُووئيل: غوا. فرښتے هغه ته يوه بلاربه غوا وركړه او د بركت دُعا ئې اوكړه او لاړه.

     بيا فرښته د ړُوند خوا ته ورغله، تپوس ئې ترينه اوكړو: ستا كوم څيز زيات خوښ دے؟ ړوند اووئيل: چې الله پاك ما ته بِينائي راكړي چې زه خلق وِينم. فرښتے پرې لاس راښكلو نو د هغه سترګې روښانه شوے. فرښتے ترينه دويم تپوس اوكړو: ستا كوم مال زيات خوښ دے؟ هغه اُووئيل: چيلئ. هغه ته يوه بلاربه بيزه وركړے شوه.

    بيا هغه دريواړو څاروو بچي راوړل او د هغوئي په مال كښې ښه بركت اوشو، د اوښ والؤ د اوښانو نه يوه دره ډكه شوه، د غوا والا غواګانې او د چيلئ والا چيلئ ښے ډيرې شوے.

    بيا فرښته نمبر په نمبر هغوئي له راغله، اوَّل د هغه كس خوا ته راغله كوم چې مخكښې د برګي په بيمارئ كښې اخته وو، هغه ته ئې اُووئيل: زه يو محتاجه انسان يم، مُسافِر يم، زما سره خرچه ختمه شوي ده، تا ته د هغه ربّ واسطه دركووم چا چې تا ته ښه او ښكلے رنګ عطا کړو، ما ته يو اوښ راكړه چې زه پرې خپل منزل ته اُورَسَم. دا ئې چې واوريدل نو هغه د برګي د مرض نه ښه شوي كس اووئيل: زما خرچے زياتې دي (يعني زه تا ته څه نه شم در كولے). فرښتے اووئيل: شايد ته هغه کس ئې كوم چې د برګي مريض وو، بيا الله پاك تا ته ښه رنګ، ښكلے بدن او مال و دولت دركړو. په دې باندې هغه كس ناشُكري اوكړه، او اوئې وئيل: نه! نه! دا مال خو زما د پلار نيكه وو، ما ته په ميراث كښې پاتې شوے دے. په دې باندې فرښتے اووئيل: كه ته دروغژن ئې نو الله پاك دِ تا په خپل مخکښني حال باندې كړې. بيا فرښته د ګنجي خوا ته ورغله، هغه سره هم دغه شان سُوال و جواب اوشو، هغه هم د وړومبني كس په شان جواب