Azmaish Ki Hikmatain

Book Name:Azmaish Ki Hikmatain

وركړو. آخر فرښتے هغه ته هم اووئيل: كه ته دروغژن ئې نو الله پاك دِ تا په خپل مخکښني حال باندې كړې.

    بيا فرښته د دريم كس خوا ته ورغله، چې کوم مخكښې ړوند وو، فرښته هم د هغه خوا ته د نابينا انسان په شكل كښې ورغله او ورته ئې اووئيل: زه محتاجه يم، مُسافِر يم، زما سره خرچه ختمه شوي ده، تا ته د هغه ربّ واسطه دركووم چا چې تا ته ستا سترګې بيرته عطا كړي دي، ما ته يوه چيلئ راكړه. هغه كس احسان هير نه كړو بلكه اوئې وئيل: آو! واقعي زه اوَّل ړوند ووم، الله پاك زما سترګې روښانه كړې، ته زما د مال نه چې څومره غواړې واخله. نو فرښتے اووئيل: خپل مال ځان سره اوساته! ستاسو دريواړو ازميښت اوشو، الله پاك ستا نه راضي شو او باقي دواړو نه ناراضه دے.[1]

نعمت والا آزمائش کښې د کامیابئ طریقه

     حُجَّةُ الاِسلام محمد بن محمد غزالي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: الله پاك بنده ته د هغه د خوښې څيزونه عطا كوي او دا څيزونه ډير زيات وركوي، د دې ټولو څيزونو په ذريعه الله پاك د بنده امتحان اخلي چې هغه څنګه د الله پاك د حكمونو حفاظت كوي؟ الله پاك چې د كومو څيزونو نه منع كړي ده، د هغې نه څنګه بچ كيږي؟ د نِعمَت ميلاويدو په صورت كښې د الله پاك اطاعت و فرمانبرداري څنګه كوي؟ د ګناهونو نه   څنګه بچ كيږي؟[2]

     معلومه شوه چې كله د نِعمتونو په ذريعه د بنده امتحان اخستے كيږي، نو په امتحان كښې د كاميابئ صُورت دا دے چې بنده د نِعمتونو په زياتوالي باندې فخر او تَكَبُّر نه


 

 



[1]...بخاری، کتاب: احادیثُ الانبیا، باب: حدیث ابرص                                             ...الخ، صفحہ:888، حدیث:3464۔

[2]...احیاء العلوم مترجم، جلد:3، صفحہ:242۔