Azmaish Ki Hikmatain

Book Name:Azmaish Ki Hikmatain

کوي، ځان ښه نه ګنړي، سركشه نه جوړيږي بلكه د الله پاك شُكر ادا كړي، د الله پاك په احكامو عمل اوكړي، د كومو كارونو نه چې الله پاك منع فرمائيلي ده، د هغې نه ځان بچ اوساتي، د ګناهونو نه ځان لرې اوساتي او په نيكو كښې ژوند تير كړي.

    الله پاك دِ مونږ ټولو ته د كاملې تابعدارئ، د نيكو والا ښه ژوند تيرولو توفيق را عطا كړي. اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم

(3) د مُصيبتونو په ذريعه د ازميښت بيان

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! په دې دُنيا كښې چې مونږه د كومو ازمائشونو نه تيريږو، په هغې كښې دريم صورت: درد، تكليف، غم او پريشاني ده. دا هغه صورت دے كوم ته چې مونږه عام طور ازميښت وايو او ازميښت ئې ګنړو. د دې ازميښت او امتحان د مختلفو صورتونو بيان په سيپاره 2 سُورةُ البَقَرَة، آىت نمبر 155 كښې الله پاك داسې فرمائي:

وَ لَنَبْلُوَنَّكُمْ بِشَیْءٍ مِّنَ الْخَوْفِ وَ الْجُوْ عِ وَ نَقْصٍ مِّنَ الْاَمْوَالِ وَ الْاَنْفُسِ وَ الثَّمَرٰتِؕ-وَ بَشِّرِ الصّٰبِرِیْنَۙ(۱۵۵)

[مَفهُوم] ترجمهٴ كنزُالاِيمان : او مونږ به ضرور ستاسو ازميښت كوو د څه ويرې او لوَږې او د مالونو او ځانونو او د ميوو د كمي په ذريعه، او زيرے واوروه هغه صبر كوونكو ته.

    د دې آيت لاندې په تفسيرِ نعيمي كښې دي: اے مسلمانانو! تاسو بهترين اُمَّت ئې او د لويو امتحان هم لوئ وي، په دې وجه به په ډيرو مضمونو كښې ستاسو امتحان کيږي، كله د دُښمن نه د ويرې، كله د قحط په ذريعه، كله د فقر او لوَږې په ذريعه، كله د مال په كمي، كله د اولاد، مور و پلار، خپلو خپلوانو او دوستانو د وفات په ذريعه، كله