Azmaish Ki Hikmatain

Book Name:Azmaish Ki Hikmatain

كيښودلو، عَبْدُالرَّحْمٰن بن عَوْف رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ   لرې اودريدلو او حُضُور صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته ئې کتل، فرمائي چې خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ډيره اوګږده سجده اوكړه تردې چې زه اُويريدم، هسې نه چرته د سجدے په حالت كښې ترينه الله پاك روح مبارك قبضه كړے وي، د دې خيال په راتلو زه ورمخكښې شوم، زما د قدمونو آواز ئې چې واوريدلو نو خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سر مبارك را اوچت كړلو: او تپوس ئې اوكړو: څوك ئې؟ ما عرض اوكړو: حُضُور! عَبْدُالرَّحْمٰن يم.  اوئې فرمائيل: څه كار دے؟ ما عرض اوكړو: يَـا رسُولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! تاسو دومره اوګږده سجده اوكړه چې زه اُويريدم، هسې نه چې چرته الله پاك د سجدے په حالت كښې ستاسو روح مبارك نه وي قبضه كړے.

     د خپل عاشق د محبت نه ډكه خبره ئې چې واوريدله نو آخري نبـي مُحَمَّدِ عربـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د اوګږدے سجدے حكمت بيان كړو، اوئې فرمائيل: ما ته جبريل عَلَيْهِ السَّلام حاضر شو، عرض ئې اوكړو: يَـا رَسُولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! الله پاك فرمائي: څوك چې په تاسو دُرُودِ پاك اولولي، زه به په هغه رحمتونه نازل كړم، څوك چې په تاسو سلام اوليږي، زه به په هغه باندې سلامتيا نازله كړم. د دې نِعمَت شُكر ادا كولو د پاره ما دومره اوګږده سجده اوكړه.[1]

    اَللهُ اَکْبَر! اے عاشِقانِ رسول! غور اوكړئ! * دُرُودِ پاك څوك وائي؟ اُمَّتـي * رحمت په چا نازليږي؟ په اُمَّتـي باندې * سلام څوك ليږي؟ اُمَّتـي * د الله پاك سلامتيا په چا نازليږي؟ په اُمَّتـي باندې * او سجدۀ شُكر څوك ادا كوي؟ د اُمَّت غم لرونكے، شفاعت كوونكے، د اُمَّت د بخښنې دُعا كوونكے، جنت ته رَسَوُونكے خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم...!


 

 



[1]...مسندِ اَحْمَد، جلد:1، صفحہ:191، حدیث:1664۔