Book Name:Azmaish Ki Hikmatain
ستاسو په باغونو، فصلونو او ميوو وغيره كښې د كمي په ذريعه، غرض: ستاسو د امتحان دومره پرچے دي، په هره پرچه كښې پوره نمبرې حاصلې كړئ.[1]
د مُصيبتونو په ازميښت كښې د كاميابئ طريقه
بيا په دې امتحان كښې د كاميابئ څه طريقه، د دې بيان هم په دې آيت كښې شوے دے:
وَ بَشِّرِ الصّٰبِرِیْنَۙ(۱۵۵)
[مَفهُوم] ترجمهٴ كنزُالاِيمان : او زيرے واروه هٰغه صبر كوونكو ته.
معلومه شوه: چې كله مُصيبت، پريشاني، تكليف او درد راشي، نو په هغه امتحان كښې به كاميابي څنګه ميلاويږي؟ په شور كولو او ژړا واويلا كولو نه بلكه په صبر كولو او د الله پاك په رضا راضي اوسيدلو باندې به كاميابي نصيب كيږي.
د الله پاك د نبـي حضرت سُليمان عَلَيْهِ السَّلام د دور واقعه ده، يو كس په زر درهمه (د سپينو زرو په زرو سِكّو) يوه بلبله واخسته، هغه بلبلې به ښکلې خبرې كولې، يوه ورځ د هغه بلبلې د پنجرے خوا ته طوطي راغے او څه ئې ورته اووئيل او وَالوتو، بس د هغې نه پس بلبلې خبرې کول پريښودې. بيا هغه كس خپله مسئله د حضرت سُليمان عَلَيْهِ السَّلام په خدمت كښې پيش كړه او ټوله خبره ئې عرض كړه. حضرت سُليمان عَلَيْهِ السَّلام د الله پاك نبـي دے او هغوئي عَلَيْهِ السَّلام ته د مرغو د خبرو علم وركړے شوے وو، هغوئي عَلَيْهِ السَّلام د بلبلې نه تپوس اوكړو: ته ولے خاموشه ئې، خبرې ولے نه كوے؟ بلبلې عرض اوكړو: جناب! ما به د خپل وطن او خپل اولاد په ياد كښې ژړل او خلقو به زما ژړا سندره ګنړله، زه طوطي پوهه كړم چې ستا بے صبري ستا د دې قيد سبب ده، كه ته