Book Name:Azmaish Ki Hikmatain
صبر اوكړې او خاموشه شې نو د قيد نه به خلاصه شې. بس زه به نورې خبرې نه كووم.
حضرت سُليمان عَلَيْهِ السَّلام چې د بلبلې خبره واوريدله نو د هغې مالك ته ئې اوفرمائيل: ته د دې د خبرو نه نور مايوسه شه، دا نورې خبرې نه كوي. هغه كس چې كله دا خبره واوريدله نو اوئې وئيل: بيا ما ته د دې د ساتلو څه ضرورت دے، زه خو د دې د آواز عاشق ووم، دا ئې اووئيل او پنجره ئې بيرته كړه او بلبله ئې آزاده كړه.[1]
چپ رِہ سیں تاں موتی مل سَن، صبر کرِیں تاں ہیرے پاگلاں وانگوں رولا پاویں نہ موتی نہ ہیرے
وضاحت: که خاموشه اوسيږې نو ملغلرې به حاصلې کړې، او که صبر اوكړې نو قيمتي غمي به درنصيب شي. او كه د ليونو په شان شور غوغا جوړه کړې نو که د مصيبت نه خلاصے درنصيب شي او که نه خو ملغلرې او قيمتي غمو نه (يعنې د آخرت د ثواب) نه به محرومه پاتې شې.
اے عاشِقانِ رسول! دا ازميښتونه ولے راځي؟ د دې حكمتونه څه دي؟ د دې په باره كښې يوه خبره هميشه ياده ساتئ! چې په هره طبقه باندې د دې ازميښتونو راتللو حكمتونه هُم بدل بدل وي، مثلاً * د انبيائے كرامو عَلَيْهِمُ السَّلام په خدمت كښې چې كوم تكليفونه او پريشانئ حاضريږي، د هغې حكمتونه جُدا دي * د اوليائے كرامو عَلَيْهِمُ الرَّحْمَه په خدمت كښې چې كوم تكليفونه او پريشانئ حاضريږي، د هغې حكمتونه جُدا دي * عام مسلمانانو ته چې كوم تكليفونه او پريشانئ رسي، د هغې حكمتونه جُدا دي * ګنهګارانو ته چې كوم تكليفونه او پريشانئ پيښيږي د هغې حكمتونه جُدا دي.