Azmaish Ki Hikmatain

Book Name:Azmaish Ki Hikmatain

    په حديثِ پاك كښې دي: خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي: د ټولو نه سخت ازميښتونه د انبيائے کرامو عَلَيْهِمُ السَّلام وي، بيا د هغوئي نه پس درجه په درجه د نورو خلقو، انسان د خپل دِين مطابق ازمائيلے كيږي، څوک چې په دِين كښې مضبوط وي، د هغه ازميښت هم سخت وي او څوك چې په دِين كښې كمزورے وي، د هغه ازميښت د هغه د دِين مطابق کيږي.[1]

د انبياء عَلَيْهِمُ السَّلام په بارګاه كښې د راتلونكو ازميښتونو حكمتونه

     علمائے كرام په بارګاهِ انبياء عَلَيْهِمُ السَّلام كښې د حاضريدونكو ازميښتونو حكمتونه بيانولو کښې فرمائي: انبيائے كرامو عَلَيْهِمُ السَّلام ته د عامو خلقو په نِسبَت زيات ثواب ميلاويږي، انبيائے كرام عَلَيْهِمُ السَّلام كامِل و اكمَل فضائلو والا دي، د انبيائے كرامو عَلَيْهِمُ السَّلام په خدمت كښې ازميښتونه حاضريږي چې خلق د انبيائے كرام عَلَيْهِمُ السَّلام د صبر او د هغوئي د الله پاك په رضا باندې راضي اوسيدل اُووِيني او د هغوئي پيروي اوكړي، انبيائے كرام عَلَيْهِمُ السَّلام د عامو انسانانو په شان نه دي، د هغوئي فضائل اوچت وي، هغوئي ته معجزے عطا كړے شوي دي، لِهٰذا په هغوئي باندې هُم ازميښتونه راليږلے كيږي، چې چرته خلق هغوئي خُدائے اونه ګنړي.[2]

اوليائے كرامو ته د راتلونكو ازميښتونو حكمتونه

   د اوليائے كرامو په خدمت كښې حاضريدونكو ازميښتونو کښې څه حكمت دے، د دې په باره كښې علَّامه قُرطُبـي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: الله پاك د خپلو پاكو بندګانو


 

 



[1]...جامع صغیر، صفحہ:69، حدیث:1054۔

[2]...فیضُ القدیر، جلد:1، صفحہ:662، زیرِ حدیث:1054 خُلاصۃً۔