Azmaish Ki Hikmatain

Book Name:Azmaish Ki Hikmatain

ازميښت كوي چې په فضائلو كښې كامِل شي، د الله پاك په نِزد د هغوئي درجات اوچت شي. حُضُورِ غوثِ پاك رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: الله پاك خپل اولياء هميشه په ازميښتونو كښې ساتي چې د هغوئي زړه هميشه د الله پاك طرف ته مُتَوَجِّه وي، كله هم هغوئي غافله نه شي او د دې وجه دا ده چې الله پاك هغوئي سره محبت كوي او هغوئي د الله پاك سره محبت كوي.[1]

 د يو عبادت ګزار ازميښت

   د حضرت وَهْب بِن مُنَبَّه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نه روايت دے: دوه عبادت ګزارو د 50 كالو پورې د الله پاك عبادت كولو، د پنځوسم كال په آخره كښې يو عبادت ګزار په خطرناكه بيمارئ کښې مُبتلا شو، هغه عبادت ګزار په ژړا كښې د الله پاك په بارګاه كښې التجاء اوكړه: اے زما خُدايا! ما دومره كاله مسلسل ستا حكم اُومنلو، ستا عبادت مې اوکړو، بيا دِ زه په دومره خطرناكه بيمارئ كښې اخته كړم، په دې كښې څه حكمت دے؟

    الله پاك فرښتو ته حكم اوكړو: هغه ته اووايه! تا چې كوم عبادت و رياضت كړے دے، هغه زمونږ د عطا كړي توفيق په وجه دے، هغه زمونږ د احسان نتيجه ده، پاتې شوه بيماري نو په دې كښې ته ځكه اخته كړے شوې چې ته د نيكو خلقو مرتبے ته اُورسولے شې.[2]


 

 



[1]...فیض القدیر، جلد:1، صفحہ:663، زیرِ حدیث:1055 خلاصۃً۔

[2]...عیون الحکایات، صفحہ:196۔