Book Name:Azmaish Ki Hikmatain
ډير ازميښتونه د ګناهونو په وجه هُم راځي
په سيپاره21، سورۀ رُوم، آيت: 41 كښې الله پاك ارشاد فرمائي:
ظَهَرَ الْفَسَادُ فِی الْبَرِّ وَ الْبَحْرِ بِمَا كَسَبَتْ اَیْدِی النَّاسِ لِیُذِیْقَهُمْ بَعْضَ الَّذِیْ عَمِلُوْا لَعَلَّهُمْ یَرْجِعُوْنَ(۴۱)
مفهوم ترجمہ : په وچه او لـمده كښې فساد ښكاره شو د هغه بدو په وجه كومې چې د خلقو لاسو ګټلي دي د پاره د دې چې الله پاك هغوئي ته د هغوئي د بعضو كارونو خوند ور وَڅَكي، چې هغوئي قلار شي.
په دې آيتِ كريمه كښې اوښودل شو چې قحط سالي، باران نه كيدل، د فصل كمے، د تجارت نُقصان، بے بركتي، قِسما قِسم بيمارئ، سمندري طوفان او مختلف ازميښتونه د ګناهونو په وجه راځي، د الله پاك آخري نبـي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي: بيشكه بنده د ګناه په وجه د رزق نه محرومه کړے شي. [1]
د ګناهونو په وجه د راتلونكو ازميښتونو دوه حكمتونه
اے عاشِقانِ رسول! د دې آيتِ كريمه په آخر كښې د ګناهونو په وجه راتلونكو ازميښتونو دوه حكمتونه بيان شوي دي:
(1) ارشاد شوے دے:
لِیُذِیْقَهُمْ بَعْضَ الَّذِیْ عَمِلُوْا (پارہ:21، سورۂ رُوم:41)
مفهوم ترجمہ: د پاره د دې چې الله پاك هغوئي ته د هغوئي د بعضو كارونو خوند ور وَڅَكي.