Azmaish Ki Hikmatain

Book Name:Azmaish Ki Hikmatain

   يعنې تكليفونه، پريشانئ، مصيبتونه، تنګدستي، بےروزګاري ولے راځي؟ د ګناهونو د سزا په طور. چې كله هم څه مُصيبت يا پريشاني راشي نو غور كول پكار دي چې زمونږ نه کومه ګناه شوي ده چې د هغې د سزا په طور دا پريشانئ راغلي دي، ډىر خلق وائي: مولانا صاحب! ډير اَوراد او وظائِف مې اوكړل، په سجدو كښې مې هُم اوژړل، ډىرې اوګږدے دُعاګانې مې هُم اوكړي خو پريشاني مې نه حل كيږي. خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! اوَّل خو مونږ له خپل ځان نيك ګنړل نه دي پكار او دا هم ياد ساتئ چې زمونږ نه خبره هيريږي، خو الله پاك د هيرولو نه پاك دے او الله پاك ډير مهربانه دے، الله پاك ډىر ځله مونږ ته مهلت راكوي، آخر چې كله مونږه توبه نه كوو نو ازميښت راشي، نو ځکه چې کله پريشاني راشي نو د ګيلو او ژړا فرياد کولو په ځائے خپل تير شوي وخت باندې نظر اچول پکار دي! چرته داسې خو نه ده چې ډيره موده مخكښې زمونږ نه څه ګناه شوي وي او د هغې سزا اوس راكولے كيږي.

   ديرش كاله پس ورته د بدنظرئ سزا ميلاؤ شوه

     د مُلكِ شام اوسيدونکے يو بُزُرګ رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: يو ځل په يو اَمرَد (يعنې ښكلي هلك) باندې زما نظر پريوتلو، ما هغه ته مسلسل كتل، په دې كښې حضرت اِبنِ جلاء دِمشقي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه تشريف راوړو، هغوئي زما لاس اونيولو، ما له د هغوئي نه حيا راغله، هغوئي زما لاس زور كړو او اوئې فرمائيل: تا ته به څه موده پس د دې ګناه سزا ملاويږي. هغه شامي بُزُرګ رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: ما ته 30 كاله پس د هغه ګناه سزا ميلاؤ شوه.

 (2) د سيپاره 21، سورۀ رُوم، آيت نمبر 41 مونږ اوريدلے وو، په هغې كښې د ازميښت دويم حكمت دا بيان شوے دے: