Azmaish Ki Hikmatain

Book Name:Azmaish Ki Hikmatain

لَعَلَّهُمْ یَرْجِعُوْنَ(۴۱)

مفهوم ترجمہ : د پاره د دې چې هغوئي قلار شي.

    يعنې دا مُصيبتونه، پريشانئ د غفلت نه بيدارولو د پاره راځي، د دې پاره راځي چې خلق رجوع اوكړي، توبه اوكړي، د الله پاك نيك او فرمانبردار بندګان جوړ شي. معلومه شوه چې څه تكليف، پريشاني او مصيبت راشي نو توبه كول پكار دي، الله پاك طرف ته رُجُوع كول پكار دي، ګناهونه پريښودل پكار دي خو افسوس! په بعضې خلقو چې مصيبتونه، پريشانئ راشي يا يو خپل کس ئې وفات شي، تنګدستي پرې راشي، روزګار ئې بند شي نو نوره ګناهونو ته مخه کړي، مَعَاذَ الله! په الله پاك باندې اعتراض كوي، ګِيلې قِيصے كوي، لمُونځونو پريږدي، غور اوكړئ! په مُعاشره كښې څومره داسې خلق دے * د چا چې يو خپل کس وفات شي نو هغوئي د غُسل، كفن، دفن او جنازے په مشغولتيا کښې لمُونځونه قضا كوي * شور او غوغا كوي، ژاړي * که غريبي پرې راشي نو يو بل ته فريادونه کوي، مَعَاذَ الله! د خلقو په مخكښې د الله پاك نه ګِيلې كوي.

      آه! مُصيبتونه او پريشانئ خو د غفلت نه رابيدارولو د پاره راځي خو مونږه نور په غفلت كښې اخته كيږو، داسې خلق هم په مُعاشره كښې موجود دي، د چا چې كاروبار بند شي، تنګ دستي پرې راشي نو د جمات اِمام صاحب ته وائي: مولانا صاحب! كاروبار مې بند شوے دے، څه وظيفه راته اوښائې! چې كله ورته اِمام صاحب اُووائي چې دا وظيفه به د سحر د لمَانځه نه پس لولې نو په ډيره بےشرمئ سره وائي: مولانا صاحب! د سحر لمُونځ خو نه شو ادا كولے څه بله يوه وظيفه راته اوښائې. الامان والحفيظ! که مصيبت راغلے دے يا پريشاني راغلي ده، دا پريشاني خو د غفلت نه بيدارولو د پاره راغلي ده، دا پريشاني خو نيكو طرف ته بوتللو د پاره راغلي ده، دا پريشاني خو د دې د پاره راغلي ده چې توبه اوكړئ، د مرګ نه مخكښې ګناهونه