Book Name:Azmaish Ki Hikmatain
پريږدئ، د الله پاك سره خپل تَعَلُّق قائم كړئ، آيا اوس هم د سحر لمُونځ نه شئ ادا كولے، آيا اوس هم سندرې او سازونه اورئ، آيا اوس هم په فضول كارونو كښې مشغولتيا جاري ده، الله پاك په قرآنِ كريم كښې فرمائي:
فَلَوْ لَاۤ اِذْ جَآءَهُمْ بَاْسُنَا تَضَرَّعُوْا وَ لٰكِنْ قَسَتْ قُلُوْبُهُمْ (پارہ:7، سورۂ اَنْعام:43)
مفهوم ترجمہ کنز العرفان: نو ولے داسې اونشو چې كله په هغوئي باندې عذاب راغے نو په ژړا ئې زاري كړي وے ليکن د هغوئي خو زړونه سخت شوي وو.
يعنې مونږه هغوئي په قحط، لوږه، بيمارو وغيره كښې اخته كړل چې هغوئي د دې مصيبتونو په وجه زمونږ در ته راشي، زمونږ په بارګاه كښې ژاړي فرياد اوکړي، زمونږ د رَسُولانو پيروي اوكړي، نو دغه خلقو زمونږ په در باندې ولے ژړا فرياد اونکړو؟ آيا هغوئي ته زمونږ د رحمت ضرورت نشته؟ آيا مونږه خپله دروازه په هغوئي بنده كړي ده؟ آيا د هغوئي څه مال خرچ كيږي چې زمونږ در ته راشي؟ نه! نه! د هغوئي د پاره در نه دے بند شوے، بيا هم هغوئي داسې اونكړل، نه زمونږ د رسولانو فرمانبردار جوړ شُو، نه د دې مصيبتونو په وجه د هغوئي سترګې اُوغړيدلې، ولے؟ په دې وجه چې د هغوئي زړونه سخت شوي دي.[1]
اے عاشِقانِ رسول! دا دي ازمائشونه. . . څو قِسمه دي؟ درې قسمه دي: (1) شرعي احكام (2) مختلف نعمتونه (3) مشكلات، مُصيبت او پريشانئ.