Azmaish Ki Hikmatain

Book Name:Azmaish Ki Hikmatain

      د شرعي احكامو په ازميښت كښې د كاميابئ دا طريقه ده چې مونږه پوره ژوند په شريعت باندې عمل اوكړو.

      د خوشحالو او نِعمتونو په ذريعه چې كوم ازمائشونه وي په هغې كښې د كاميابئ طريقه دا ده چې مونږه د الله پاك شُكر ادا كړو.

      او د مصيبت، پريشانو وغيره په صُورت كښې چې كوم ازميښت كيږي، په هغې كښې د كاميابئ طريقه دا ده چې مونږه توبه اوكړو، ګناهونه پريږدو، نيكو ته مخ كړو او صبر اوكړو.

      الله پاك دِ مونږ ټولو ته د عمل كولو توفيق راكړې. اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم

12 ديني كارونو كښې يو ديني كار: مدني قافِله

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د علمِ دين زده كولو، د نيكو جذبه حاصلولو، ګناهونو نه بچ كيدلو او ښه او باكرداره مسلمان جوړيدلو د پاره د عاشقانِ رَسُول دينی تحریك دعوتِ اسلامی ديني ماحول سره وابسته اوسئ او 12 ديني كارونو كښې د زړه په اخلاص سره حصه اخلئ، اِنْ شَـآءَ الـلّٰـه د دې په بركت به تاسو ته د دين و دُنيا ډيره فائده درنصيب شي.

      د ذيلي حلقے 12 ديني كارونو كښې يو ديني كار: مَدَني قافِله ده. اَلْـحَـمْـدُ لِلّٰـہ! عاشقانِ رسول سره په مَدَني قافلو كښې سفر کوئ، د دې په بركت به مو اِنْ شَــآءالـلّٰـه مصيبتونه او پريشانئ ختمي شي، د ګناهونو د عادتونو ختميدو ډير مدني سپرلي اوريدل كيږي، راځئ چې يو مدني سپرلے واورو: