Azmaish Ki Hikmatain

Book Name:Azmaish Ki Hikmatain

19 كاله زوړ مرض

     د كراچئ د يو اسلامي ورور بيان دے: وائي چې زه تقريباً د 19 كالو نه د ساه لنډي [يعني دَمے] په مرض كښې اخته ووم. بعضې وخت به د مرض د سختئ په وجه ما ته ډير تكليف كيدو. زما خوش قِسمتي وه چه يو ځل راته د دعوتِ اسلامي عاشقانِ رسول سره د درې ورځو مدني قافله كښې د سفر سعادت نصيب شو. د مدني قافِلے په بركت زما شپے او ورځې د الله پاك په عبادت كښې تيريدلې او د علمِ دين حاصلولو موقع راته حاصله وه. هلته ما ته نور بركات هم نصيب شو. اَلْـحَـمْدُ لِـلّٰـه په دغه درې ورځو كښې ما ته د ډاكټر خوا ته تللو ضرورت هُم پيښ نه شو بلكه په مدني قافله كښې راته داسې اطمينان او سكون نصيب شو چه مخكښې راته كله هم نه وو نصيب شوے. اَلْـحَـمْدُ لِـلّٰـه د مدني قافِلے په بركت زما د 19 كالو زوړ مرض كښې ښكاره كمے راغے. (مفلوج کی شفایابی کا راز، صفحہ:12)

خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! د بيان په آخره کښې د سُنَّتو فضيلت او يو څو سُنَّتونه او آداب د بيانولو ثواب حاصلووم.  يوه ورځ تاجدارِ رِسالت، شَهَنْشاهِ  نُبُوَّت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم درې ځله اِرشاد اوفرمائيل: ’’زما په نائب دِ د الله پاك رحمت وي، عرض اوكړے شو: حُضُور! ستاسو نائب څوك دے؟ اوئې فرمائيل: زما د سُنَّتو سره محبت كوونکي او نورو ته زده کوونکي. ([1])

سُنّت کے مطابق میں ہر اِک کام کروں کاش!                                                         تُو    پیکرِ    سُنَّت    مجھے    اللہ   بنا    دے([2])

     اے کاش! زما هر کار شي د سُنَّتو مطابق                   پيکر کړې د سُنَّتو ما، زما خوږه مَولٰی


 

 



[1]...جامع بیانِ عِلْم، بَابُ:عِلْم کے فضائل، جلد: 1صفحہ:201، حدیث:220۔

[2]...وسائل بخشش، صفحہ:118۔