Azmaish Ki Hikmatain

Book Name:Azmaish Ki Hikmatain

سُبْحٰنَ الله! اندازه اولګوئ! زمونږ خوږ آقا، مكي مَدَني مصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د خپل اُمَّت سره څومره مينه كوي. اَلله! اَلله! که اُمَّت ګناه اوكړي نو آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم شپے په ژړا ژړا تيروي، که اُمَّت ته نِعمَت نصيب شي نو آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د شُكر سجدے كوي. د اعلٰـى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ورور، مولانا حسن رضا خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ليكي:

تم کو تو غلاموں سے ہے کچھ ایسی  محبت          ہے ترکِ  ادب ! ورنہ کہیں ہم  پہ فدا ہو ([1])

 وضاحت: يَـا رسُولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! تاسو د خپلو غلامانو سره دومره محبت کوئ، دا ادب نه دے ګنې مونږ به وئيلے وے چې تاسو خو په خپلو غلامانو باندې فِدا كيږئ.

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                                                                          صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

د بيان اوريدلو نيتونه

      مُحترمو اسلامي ورونړو! ثواب حاصلولو د پاره د بيان اوريدلو نه مخكښې ښه ښه نِيَّتونه كوو: فرمَانِ مُصطَفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم: ” اَفْضَلُ الْعَمَلِ اَلنِّيَّةُ الصَّادِقَةُ “ رښتينے نيت بهترين عبادت دے. ([2])

     اے عاشقانِ رسول! نيك او جائز كار كښې چې څومره ښه نِيَّتونه زيات وي هغه همره به ثواب هُم زيات كيږي.

     * د عِلمِ دِين حاصلولو نِيَّت اوکړئ او نور دا نيتونه اوکړئ چې * نظر به ښكته ساتم او ښه په غورسره به بيان اورم. * چې څومره كيدے شي د ډډه وهلو په ځائے به د عِلمِ دِين د تعظيم [يعني ادب] په نِيَّت د اَلتَّحِيَّات په شكل كښې كښينم * د علم


 

 



[1]...ذوق نعت، ص211 ۔

[2]...جامع صغیر، صفحہ:81، حدیث:1284۔