Azmaish Ki Hikmatain

Book Name:Azmaish Ki Hikmatain

د ناستې سُنتونه او آداب

   د آخري نبـي، رَسُولِ هاشَمِـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارك دے: كوم خلق چې د ډير وخته پورې کوم ځائے کښې کښيناستل او د الله د ذِكر او نبـي كريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم باندې د دُرُودشريف لوستلو نه بغير پاڅيدل، هغوئي نُقصان اوكړو، كه الله پاك اوغواړي  عذاب به وركړي او كه اوغواړي نو اوبخښي به ئې.[1]

د ناستې سُنتونه: * حضرت اِبنِ عمر رَضِیَ الله عَنْهُما فرمائي: ما خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د كعبے شريفې په انګڼ كښې د اِحتِباء په صورت كښې ناست اوليدلو. (د اِحتباء مطلب دا دے چې انسان سُرِين په زمكه اولګوي او د دواړو زنګونانو نه دواړه لاسونه را چاپيره كړي، داسې قِسمه كښيناستل په عاجزئ كښې شميرلے كيږي)

* حُضُورِ اَكرَم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به چې كله د سحر لمُونځ ادا كړو نو پرلت وهلے به تشريف فرما وو، تر دې چې لمَر به ښه را اوختلو. * خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به كله هم په مجلس كښې داسې نه کښيناستلو چې چا طرف ته به ئې ښپې مباركې غزولي وي، نه اولاد طرف ته، نه ازواجِ مُطَهَّرات طرف ته او نه د غلامانو طرف ته. * مبلِّغ او مُدَرِّس له د بيان او تدريس په وخت كښې سُنَّت دا دي چې قبلے طرف ته شا كړي چې د علم خبرې اوريدونكو خلقو مخ قبلے طرف ته شي.

د ناستې آداب: * د اَلتَّحِيَّات په شكل كښې كښيناستل افضل دي، * حضرت اِبنِ عمر رَضِیَ الله عَنْهُما به اكثر مخ په قبله كښيناستلو. *  اعلٰى حضرت اِمام اَحمد رضا خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د پير او اُستاذ په نِشَست [يعني د ناستې په ځائے] دِ د هغوئي په غير


 

 



[1]...مستدرک، جلد:2، صفحہ:168، حدیث:1869۔