Azmaish Ki Hikmatain

Book Name:Azmaish Ki Hikmatain

موجودګئ كښ هُم نه كښيني. * چه كله اجتماع يا مجلس ته لاړ شئ نو مخكښې تللو د پاره په خلقو د پاسه مه اوړئ چه چرته ځائے وي هلته كښينئ. * چې كله كښينئ نو پيزار اُوباسئ ستاسو ښپې به آرام مومي. * چې كله كښينئ نو چې د پردے د ځايونو [هَيئَت] نه ښکاري. لِهٰذا په زنګونانو باندې د ښپو پورې څادر اچوئ. كه د سُنَّت مطابق د پنډئ د نيمې پورې لمَن وي نو په هغې كښې هم په پرده کښې پرده كيدے شي.

    د سُنَّتنو زده كولو د پاره د بهارِ شريعت جلد 3 نه حِصَّه 16 او د شيخِ طريقَت، اَمِیرِ اهلسنّت، حضرتِ علّامه مَولانا محمد الیاس عطّار قادِری دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ د 91 صفحو كتاب ”550 سُنَّتيں اور آداب‘‘ واخلئ او اولولئ ئې. اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم

د دعوتِ اسلامی هفته واره د سُنَّتو ډكه اجتماع کښې

لوستلو والا (6) دُرودِ پاك او  (2) دُعاګانې

)1( د شَبِ جُمعے [يعني د جُمعے د شپے] دُرُود

اَللّٰھُمَّ صَلِّ وَسَلِّمْ وَبَارِكْ عَلٰی سَیِّدِنَا مُحَمَّدِ نِالنَّبِیِّ الْاُمِّـیِّ

الْـحَبِیْبِ الْعَالـِی الْقَدْرِ الْعَظِیْمِ الْجَاہِ وَ عَلٰی اٰلِہٖ وَ صَحْبِہٖ وَ سَلِّمْ

بُزرګانو فرمائيلي دي چې څوك هره شَبِ جُمعه (يعني د جُمُعے او زيارت مينځنئ شپه باندې) دا دُرُود شریف پابندئ سره کم ازکم يو ځل لوَلي [هغه به] د مرګ په وخت کښې د سرکارِ مدینه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دِيدار كوي او قَبْر کښې د داخليدو وخت کښې هُم، تر دې چې سرکارِ مدینه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به هغه قَبْر کښې د خپل رَحمت نه ډكو لاسو باندې