Azmaish Ki Hikmatain

Book Name:Azmaish Ki Hikmatain

زده كولو د پاره به پوره بيان اورم * د بيان په دوران كښې به د سُستئ نه ځان بچ ساتم * د خپلې اصلاح د پاره به بيان اورم *  څه چې واورم نورو ته به ئې د رَسَولو كوشش كووم.  

ژوند ټول امتحان او ازميښت دے

     په سيپارۀ 17، سورۀ انبياء، آيت:  35 كښې الله پاك ارشاد فرمائي:

كُلُّ نَفْسٍ ذَآىٕقَةُ الْمَوْتِؕ-وَ نَبْلُوْكُمْ بِالشَّرِّ وَ الْخَیْرِ فِتْنَةًؕ-وَ اِلَیْنَا تُرْجَعُوْنَ(۳۵)

[مَفهُوم] ترجمهٴ كنزُالاِيمان : هر نفس به د مرګ خوند څَكي او مونږه ستاسو ازميښت كوو په بدئ او خير سره، د امتحان په طور او زمونږ طرف ته به تاسو ضرور بيرته راځئ.

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! په دې آيت مباركه كښې اوښودل شو چې په دې دُنيا كښې زمونږ ژوند مكمل امتحان او ازميښت دے. زمونږه به په دې دُنيا كښې مسلسل ازميښتونه كيږي، د هُم دې ازميښتونو نه تيريدلو تيريدلو کښې به آخر زمونږه مرګ راشي او د الله پاك په طرف به اُوګرځُو.

ازميښت څه ته وائي؟

     په دې آيت كښې لفظِ ”نَبْلُوْ“ استعمال شوے دے. مُفسّرِ قرآن، حضرت مفتی احمد یار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دې لفظ معنٰى داسې بيان فرمائي:  ازميښت او امتحان اخستلو ته اِبتِلا وائي، نو د دې معنٰى دا ده چې مونږه به ستاسو اِمتحان اخلو يا به په تاسو کښې كره او ردي ظاهروو.[1] د دې نه دا هم ظاهره شوه چې په اصل كښې د


 

 



[1]...تفسیر نعیمی، پارہ:2، سورۂ بقرہ، زیرِ آیت:156، جلد:2، صفحہ:95۔