Azmaish Ki Hikmatain

Book Name:Azmaish Ki Hikmatain

اِمتحان مقام دُنيا ده، دا بعضې خلق چې وائي مولانا! ولے مو د قبر و آخرت نه يَروئ؟ ”څه چې كيږي بيا به ګورو“  داسې ناپوهه خلقو له پوهيدل پكار دي چې د کتلو، سوچ كولو، ځان پوهه كولو او  عمل كولو مقام دُنيا ده، دلته به کتل كيږي، قبر و آخرت د نتيجے راوتلو مقام دے، بيا نتيجه كه ښه وي او که خرابه هغه به په هر صورت قبلوو. لِهٰذا د مرګ نه مخكښې د آخرت د پاره تياري كول  پكار دي.

    غرض دا چې ترڅو پورې مونږه په دُنيا كښې يُو، زمونږ ازميښت به كيږي، ګويا مونږه د امتحان په تيارئ كښې يُو، مونږ له اوس کتل او سوچ كول، ځان پوهه كول او عمل كول پکار دي. الله پاك دِ مونږ ټولو ته د دُنيا او آخرت ټولو امتحانونو كښې د كاميابئ توفيق را نصيب كړي. اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم

”الله پاك ازميښت كوي“ د دې مطلب...!!

    دلته په دې خبره باندې ډير زيات غور و فِکر کول پکار دي چې الله پاك ته هر څه معلوم دي، الله پاك ته د امتحان اخستلو هيڅ حاجت نشته، البته په دې دُنيا كښې امتحان اخستے كيږي او د امتحانونو په ذريعه زمونږ كردار او قابليت ظاهريږي. مشهور مُفسّرِ قرآن، حضرت مفتی احمد یار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: امتحان هميشه د معلومولو د پاره نه وي، د امتحان نه كله پخپله امتحان وركوونكي ته دا ښودل منظور وي (چې هغه د كومې درجے انسان دے، او څومره قابل دے) او كله نورو ته (ښودل منظور وي چې اوګورئ! دا بنده د څومره اوچتې مرتبے والا دے، څنګه په سخت امتحان كښې كامياب شو). كه بغير د امتحان نه انعامونه تقسيم كړے شي او چا ته لږ او چا ته زيات انعام وركړے شي او څوك بالكل محرومه کړے شي نو يقيناً ټول به ګيله كوي، لِهٰذا په دې دُنيا كښې امتحان اخستے كيږي چې څوك په امتحان كښې په ښه طريقه پاس شي، هغه ته به هغه همره غټ انعام وركولے كيږي. اوګورئ! حضرت اِمام