Azmaish Ki Hikmatain

Book Name:Azmaish Ki Hikmatain

حُسَين رَضِیَ الله عَنْهُ د جَنَّتـي ځلمو سردار دے، په دې باندې هيڅ اعتراض نه شي كيدے (چې هغوئي ته دومره اوچته مرتبه ولے وركړے شوه) ځكه چې حضرت اِمام حُسَين رَضِیَ الله عَنْهُ په دُنيا كښې هم د صابرينو (يعنې صبر كوونكو) سردار دے. [1] معلومه شوه الله پاك د خپلو بندګانو امتحان اخستل د خپل علم د پاره نه کوي بلكه د انسان قابليت ښكاره کولو د پاره د هغوئي امتحان اخلي.     

قُلْزَمِ ہستی سے تُو اُبھرا  ہے مانندِ حباب                                          اس  زیاں خانے میں تیرا اِمتحاں ہے زندگی

    مطلب: دا چې انسان د خاورې ګُوډاګے دے، د ده حَيثِيَّت د سمندر د پوڼکئ په شان دے او دُنيا د نقصان كور دے، دلته مسلسل د انسان امتحان اخستلے كيږي او د دې امتحانونو په ذريعه انسان د پوڼکئ نه سمندر جوړ كړے شي يعنې اوچت مقام ورته عطا كړے شي.

د امتحان قسمونه او د كاميابئ طريقے

      زمونږ په نزد عام طور مشكل، پريشاني، بيماري، تنګ دستي او غريبئ وغيره ته ازميښت وئيلے كيږي خو په حقيقت كښې داسې نه ده، قرآنِ كريم که په غور اولوستلے شي نو معلومه شي چې د دُنيا په ژوند كښې د كاميابيدو د پاره چې په مونږه كوم ازميښتونه راځي، د هغې درې قسمونه دي: (1) شرعي احكام (2) خوشحالئ او نعمتونه (3) مشكلات، مُصيبت او پريشانئ  

(1) د شرعي احكامو په ذريعه د ازميښت اخستلو بيان

    شرعي احكام: دا هم ازميښت دے * په مونږ باندې هره ورځ پينځه لمُونځونه فرض دي* د رَمَضانُ المُبارك روژے فرض دي * که شرطونه پوره شي نو زكوٰة فرض كيږي


 

 



[1]...تفسیر نعیمی، پارہ:2، سورۂ بقرہ، زیرِ آیت:155، جلد:2، صفحہ:100 بتغیر قلیل۔