Azmaish Ki Hikmatain

Book Name:Azmaish Ki Hikmatain

* که شرطونه پوره شي نو حج فرض كيږي * د مور و پلار خدمت * د خپلو خپلوانو سره نيك سلوك كول * د شراب څښلو نه بچ كيدل * د جُوارئ نه بچ كيدل * د سُود * رِشوَت وغيره نه بچ كيدل، غرض څومره چې شرعي احكام دي، د دې ټولو په ذريعه زمونږه امتحان اخستلے كيږي د پاره د دې چې څوك د الله پاك د احكامو پوره فرمانبرداري كوي او څوك د عقل او نفس و شيطان خبره مني او د الله پاك نافرماني كوي، څوك د مال و دولت په لالچ كښې راځي او الله پاك هيروي، او په خپلو ګناهونو خوشحاله اوسي، او د جنَّت په بدله كښې دوزخ اخلي؟ په سيپارۀ 29، سورۀ مُلك، آيت: 2 كښې ارشاد دے:

الَّذِیْ خَلَقَ الْمَوْتَ وَ الْحَیٰوةَ لِیَبْلُوَكُمْ   (پارہ:29، سورۂ ملک: 2)                                           

[مَفهُوم] ترجمهٴ كنزُالاِيمان : هغه [الله] چې مرګ او ژوند ئې پيدا كړے دے چې ستاسو ازميښت اوكړے شي.

    دلته الله پاك د ژوند او مرګ پيدا كيدو حكمت بيان كړے دے چې ژوند او مرګ ئې د دې د پاره پيدا كړي دي چې ستاسو ازميښت اوشي، ستاسو امتحان اوشي. څه ازميښت به کيږي؟ څه امتحان به کيږي؟ فرمائي:

اَیُّكُمْ اَحْسَنُ عَمَلًاؕ-   (پارہ:29، سورۂ ملک: 2)                                 

[مَفهُوم] ترجمهٴ كنزُالاِيمان : [چې] په تاسو كښې د چا عمل زيات ښه دے.

     حضرت اِبنِ عُمر رَضِیَ الله عَنْهُما نه روايت دے چې سركارِ مدينه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د سُورۀ مُلك تلاوت کولو، چې كله  دې آيتِ كريمه ته را اورسيدلو نو اوئې فرمائيل: دا ازميښت به کيږي چې څوك د الله پاك حرام كړو څيزونو نه زيات بچ كيږي او څوك د الله پاك په احكامو باندې عمل كولو كښې زياته تادي كوونكے دے.[1]


 

 



[1]...تفسیر قرطبی، پارہ:29، سورۂ ملک، زیرِ آیت:2، جلد:9، صفحہ:135۔