Azmaish Ki Hikmatain

Book Name:Azmaish Ki Hikmatain

د صحابۀ كرامو عَلَيْهِمُ الرِّضْوان د ازميښت واقعه

     د 6 هجرئ واقعه ده، په دغه كال صحابۀ كرام عَلَيْهِمُ الرِّضْوان د عمرے په نِيَّت د خوږ آقا، مكي مدَني مُصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سره مَكَّے مُكَرَّمے ته روان شو، په مَكَّۀ مُكَرَّمه كښې هغه وخت د كافرانو حكومت وو، لِهٰذا صحابۀ كرام عَلَيْهِمُ الرِّضْوان د حُدَيبِيَه په مقام حصار شو، آخر كار كافرو سره مُعاهده اوشوه كومې ته چې صُلح حُدَيبِيَه وائي.

     په دې موقع باندې د صحابۀ كرامو عَلَيْهِمُ الرِّضْوان امتحان واخستے شو، د شريعت حكم دے چې د احرام تړلو په حالت كښې د زمكې د  ځناورو ښكار كول او وژل حرام دي. صحابۀ كرامو عَلَيْهِمُ الرِّضْوان د عُمرے نيت كړے وو، احرامونه ئې تړلي وو، په صحابۀ كرامو عَلَيْهِمُ الرِّضْوان كښې ډير داسې وو چې ښكار كول د هغوئي عام عادت وو، بعضې صحابۀ كرامو عَلَيْهِمُ الرِّضْوان به د ښكار شوق لرلو، اوس په دې حالت كښې الله پاك د صحابۀ كرامو عَلَيْهِمُ الرِّضْوان ازميښت اوكړو، د ښكار ځناور، مرغئ مثلاً هُوسئ وغيره ډيرې زياتې د صحابۀ كرامو عَلَيْهِمُ الرِّضْوان د سورلو خوا ته نِزدې راغلې بلكه خيمو ته به دننه ننوتلې، په دغه وخت كښې دومره زيات ځناور راغلي وو، صحابۀ كرام عَلَيْهِمُ الرِّضْوان فرمائي: چې د هغه ځناورو په لاسو ښكار كول [يعني په په تشو لاسو نيول] هم بالکل زمونږ په اختيار كښې وو.

    اوس لږ غور اوكړئ! بنده چې د كوم كار شوق [او ضرورت هُم] لري يا هغه كار د هغه عادت وي او د هغه كار نه منع كړے شي او ورسره ورسره د هغه کار اسباب هُم ډير شي [يعني هغه کار کول آسان شي]، نو په داسې حالت كښې د هغې نه منع كيدل څومره ګران وي...!! زمونږ خلق د ډاكټر د منع كولو باوُجود برګر، پِزّے، سيګريټ، چائے، كافي وغيره نه پريږدي خو قربان شم د صحابۀ كرامو عَلَيْهِمُ الرِّضْوان د اِطاعت او فرمانبردارئ او كامل اِيمان نه! چې د هغه ځناورو ښكار كول خو لا غټه خبره ده،