Book Name:Azmaish Ki Hikmatain
صحابۀ كرامو عَلَيْهِمُ الرِّضْوان هغه ځناورو ته هډو كتل هُم نه او د الله پاك په دې امتحان كښې پوره پوره كامياب شو.[1]
دا دے امتحان! او ازميښت...! د شرعي احكامو په ذريعه هم زمونږه ازميښت كيږي، * يو طرف ته خوږ خوب دے، بل طرف ته د سحر لمُونځ دے، ازميښت دے چې څوك خوب قربانوي او څوك د سحر لمُونځ نه محرومه پاتې كيږي * يو طرف ته كاروبار دے بل طرف ته فرض لمُونځونه دي * يو طرف ته كار دے، خواهشات دي، بل طرف ته د رَمَضان روژے دي * يو طرف ته دُنياوي عيش و عشرت دے، بل طرف ته حج دے * يو طرف ته فيشن پرستي ده، بل طرف ته د خوږ مصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سُنَّت دي، اوس ازميښت دے، معلوميږي به چې څوك د الله پاك په احكامو عمل كوي، څوك د خوږ مصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سُنَّت خپلوي او څوك د عارضي دُنيا په رنګينو كښې ورك خپل آخرت خرابوي.
صوفيائے كرام فرمائي: زمونږ په اندامونو، سترګو، ژبه، لاسونو، پوره وجود باندې، زمونږ په مال و دولت، غرض زمونږ په هر څيز باندې د شريعت كنټرول دے، څوك چې د شريعت حد ماتوي، د قيامت په ورځ به ورته درد ناك عذاب وركولے كيږي.[2]
سركارِ بَغداد، حُضُورِ غوثِ پاك رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: اِمْشِ تَحْتَ ظِلِّ کِتَابِ اللّٰہ وَ سُنَّۃِ رَسُولِہٖ قَدْ اَفْلَحْتَ د الله پاك كتاب (قرآنِ مجيد) او د سُنَّتِ مُصطَفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په سَوري كښې ژوند تير كړه...! كامياب به شې... [3]