Jazbati Pun ky Nuqsanat

Book Name:Jazbati Pun ky Nuqsanat

څلورم خليفه اَمِیْرُ الْمُؤْمِنِیْن، حضرت عَلِـىُّ المُرتضٰى رَضِیَ الله عَنْهُ دې ته د عقلِ مَسمُوع نوم وركړے دے، فرمائي:

رَاَیْتُ الْعَقْلَ عَقْلَیْنِ                 فَمَطْبُوْعٌ وَّ مَسْمُوْعٌ ([1])

يعنې زما په نظر كښې د عقل دوه قسمونه دي: (1) عَقْلِ مَطْبُوْع يعنې فطري عقل كوم چې په انسان كښې ايښودے شوے دے، (2) عَقْلِ مَسْمُوْع يعنې هغه عقل كوم چې (د علم د خبرو) په اوريدو حاصليږي.

    فيصلے که وړې وي او که غټې، فيصله هميشه په عَقْلِ مَسْمُوْع يعنې د شُعُور په بنياد  كيږي. الله پاك ارشاد فرمائي:

یُبَیِّنُ اللّٰهُ لَكُمُ الْاٰیٰتِ لَعَلَّكُمْ تَتَفَكَّرُوْنَۙ(۲۱۹) فِی الدُّنْیَا وَ الْاٰخِرَةِؕ-   (پارہ:2، سورۂ بقرہ:219،-220)   

مفهوم ترجمہ کنز العرفان:  الله تاسو ته آيتونه بيانوي چې تاسو غور و فِكر اوكړئ د دُنيا او آخرت په كارونو كښې.

    په آيت كريمه كښې دوه خبرې بيان شوي دي: (1) آيات، د شريعت احكام ښكاره او واضحه بيان شوي دي، (2) تاسو د دُنيا او آخرت په مُعامَلاتو كښې غور اوكړئ!

     د شريعت احكام د واضحه بيانولو څه مقصد دے؟ هم دا مقصد ئې دے چې تاسو د شريعت احكام زده كړئ! ښه پرې ځان پوهه كړئ! دا هغه درجه ده كومې ته چې حضرت عَلِـىُّ المُرتضٰى رَضِیَ الله عَنْهُ عَقْلِ مَسْمُوْع فرمائي، كوم ته چې شُعُور (يعنې په علم سره حاصليدونكي رنړا) وائي، بيا دا آيتونه او د شريعت احكام ښكاره ولے بيان شوي


 

 



[1]...اِحْیَاءُ العلوم مترجم، جلد:1، صفحہ:291۔