Book Name:Jazbati Pun ky Nuqsanat
دي؟ په دې كښې حكمت څه دے؟ عَلَّامه بُقاعـي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دې آيت په تفسير كښې فرمائي: په دې كښې حكمت دا دے چې تاسو د غور و فِكر كولو ( يعنې د خپل عَقْلِ مَطْبُوْع، كوم چې تاسو ته قدرتي طور عطا كړے شوے دے، د هغې د استعمالولو) عادت جوړ كړئ![1]
معلومه شوه: پکار ده چې مونږه خپل عقل د شريعت مطابق جوړ كړو، بيا د شريعت په رنړا كښې چې مونږ ته كوم عَقْلِ مَسْمُوْع (يعنې شُعُور) نصيب شي، د هغې په بنياد فيصلے اوكړو. دا د فيصله كولو اصل بنياد دے....!
راځئ چې په يو حديثِ پاك باندې ځان پوهه كړو. د الله پاك آخري نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي: اَلصَّبْرُ نِصْفُ الْاِیْمانِ صبر نيم اِيمان دے. [2]
په دې حديثِ پاك كښې د صبر فضيلت بيان شوے دے، چې صبر نيم اِيمان دے. بيا په دې ځان پوهه كړئ چې صبر څه ته وائى؟ اِمام غزالي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په اِحىاءُ العُلوم كښې د صبر مُتَعَلِّق تحقيق بيان كړے دے، فرمائي: د باعِثِ دِینی او باعِثِ هَـوٰی په خپل مينځ كښې د مُقابَلے نوم صبر دے. باعِثِ دِینی يعنې نيكو طرف ته مائله کوونکے قُوَّت او د باعِثِ هَـوٰی مطلب: خواهشاتو طرف ته مائله کوونکے قُوَّت.[3]