Jazbati Pun ky Nuqsanat

Book Name:Jazbati Pun ky Nuqsanat

    د مثال په طور مونږ ته چا رد بد اووئيل، نو زمونږه جذبات به را اُوپاريږي، زړه به مو غواړي چې د دې کس خُله ماته کړو، په وهلو وهلو ئې مخ وران كړو، دا باعِثِ هَوٰى دے. د دې برخلاف زمونږه دِين مونږ ته څه وائي؟ رد بد وئيلو والا مُعاف كړئ او ثواب اوګټئ. دا باعِثِ دِيني دے. نو بيا مونږ له فيصله كول دي، كه مونږه جذباتي شو نو جګړه به جوړه شي او كه مونږه د دين په بنياد فيصله اوكړو، خپل جذبات په قابو كښې اوساتُو او د دِين خبرې له ترجيح وركړو او هغه رد بد وئيونكے مُعاف كړو نو دا صبر دے.

    [دوئيم مثال دا چې] د چا والد صاحب وفات شي او هغه ډير خفه شي او د غم نه بےحاله شي، د هغه زړه غواړي چې په چغو چغو اوژاړم، ګريوان اوشلووم، شور او زوَګ جوړ كړم خو دِين وائي: صبر اوكړه! اوښكې اوبَهيوه خو ګريوان مه شلوه، شور او زوَګ مه كوه، اوس فيصله كول دي، كه هغه كس شور او زوَګ اوكړي، ګريوان اوشلوي، خپله سينه په څپيړو اووهي نو دا جذباتي فيصله ده، او كه د دِين په حكم عمل اوكړي يعني غم برداشت كړي، په جذباتو قابو راوړي نو دا شُعُوري فيصله ده او دې ته صبر وائي كوم ته چې نيم اِيمان وئيلے شوے دے. معلومه شوه چې فيصله هميشه په شعور (يعنې د علم دِين نه حاصل شوي عقل په رنړا) كښې کول پکار دي. بيا پاتې شو جذبات... نو زمونږ خلق په جذباتو كښې فيصلے كوي خو په حقيقت كښې فيصله كولو كښې د جذباتو څه عمل دخل نشته.