Jazbati Pun ky Nuqsanat

Book Name:Jazbati Pun ky Nuqsanat

كومه قُرباني قبليدله، [د هغې واضحه نښه دا وه چې] د اسمان نه به يو اور راغے او هغه به ئې اوسيزله. د حضرت هابيل رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه قرباني قبوله شوه او د قابيل قُرباني رد كړے شوه. نو قابيل له پكار وو چې د عقل نه ئې كار اخستے وے، سوچ او فِكر ئې كړے وے چې آخر زما قُرباني ولے قبوله نه شوه، ضرور به زما څه غلطي وي خو هغه جذباتي فيصله اوكړه او حضرت هابيل رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ته ئې دهمكي وركړه:

لَاَقْتُلَنَّكَؕ-   (پارہ:7،سورۃالمائدۃ:27)         

مفهوم ترجمہ کنزُ الایمان: قسم دے زه به تا قتل كړم.

    دا د قابيل جذباتي فيصله وه! په دې باندې حضرت هابيل رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ډىر صبر اوكړو او په اطمينان سره ئې اووئيل:

اِنَّمَا یَتَقَبَّلُ اللّٰهُ مِنَ الْمُتَّقِیْنَ(۲۷)  (پارہ:7،سورۃالمائدۃ:27)         

مفهوم ترجمہ کنزُ الایمان: الله صرف د ويره لرونكو نه قبلوي.

    قابيل د عقل نه كار وانغستو، په جذباتو كښې بےقابو شو او په غُصّه، حَسَد او بُغض  كښې اخته شو او هغه بدبخته حضرت هابيل رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه شهيد كړو. الله پاك فرمائي:

فَطَوَّعَتْ لَهٗ نَفْسُهٗ قَتْلَ اَخِیْهِ فَقَتَلَهٗ فَاَصْبَحَ  (پارہ:7،سورۃالمائدۃ:30)  

مفهوم ترجمہ کنزُ الایمان: نو د هغه نفس هغه د خپل ورور په قتل راضي كړو نو هغه، هغه قتل كړو بيا د نقصان موندونكو نه شو.

    په حديثِ پاك كښې دي: د قيامته پورې به چې څومره قاتِلان وي، هغه ټول به هُم ګنهګار وي او د قابيل په اعمال نامه كښې به هم د هغوئي ګناه ليكلے كيږي ځکه چې قتل هُم هغه شروع كړے وو.