Jazbati Pun ky Nuqsanat

Book Name:Jazbati Pun ky Nuqsanat

اوكړے شي؟ د خلقو يو ګنړ شمير دے چې صرف جذباتي فيصلے كوي او ځان ته نقصان ورکوي  *د مختلفو رپورټونو مطابق په سن 2021ء كښې په سختو جرمونو كښې 25 فيصده اِضافه شوي ده، د دې كال وړومبو څلورو مياشتو كښې 1232 کسان قتل شوي دي  *تيرو دوو كلونو كښې په پاكستان كښې د خود كُشئ شرح د درې فيصده نه اَتَه فيصده ته رسيدلي ده  *د يو رپورټ مطابق په عالَمي سطح باندې په هرو 40 سيكنډو كښې يو كس خود كُشي كوي  *دغه شان د طلاق په كيسونو كښې هُم ورځ په ورځ اضافه كيږي، په سن 2019 او 2021 كښې صرف د پاكستان صرف يو ښار كراچئ كښې تقريباً پينځلس زره د طلاق كيسونه رپورټ شوي دي  * دغه شان په ماشومانو هلكانو او ماشومو جينكو باندې د جنسي تَشدد كولو كيسونه هم ورځ په ورځ زياتيږي.

    زمونږ د مُعاشرے دا بد حال او سخت جرائم څه دي؟ كه د دې په غور سره جائزه واخستے شي نو اصل بنياد به ئې جذباتي فيصلے را اوځي.  *د ناحقه قتل غټه وجه غُصَّه ده * طلاق هم عام طور په غُصَّه كښې وركولے كيږي، خلق نه سوچ كوي، نه ځان پوهه كوي، بس په غُصَّه كښې راشي او طلاق وركړي، او په يو ساعت كښې كور وران شي، بچي خواران د مور و پلار دواړو نه يا د يو نه محرومه شي او مستقبل ئې برباد شي  *خودكُشي هم يوه جذباتي فيصله ده، بعضې خلقو باندې چې غريبي ډيره شي، څه تكليف پرې راشي، درد، غم، پريشانئ پرې راشي يا ئې په كور كښې د چا سره جګړه اوشي نو په جذباتو كښې راشي او خودكُشي اوکړي، پخپله هم په حرام مرګ مړ شي او خپل خپلوان هم په غټ غم كښې اخته كړي  *زمونږ خلق د چا