Jazbati Pun ky Nuqsanat

Book Name:Jazbati Pun ky Nuqsanat

غلطي برداشت كولو ته تيار نه دي  *ماشوم غلطي اوكړي، مور و پلار ئې غُصَّه شي او وهل ټکول شروع کړي، دې سره په ماشومانو باندې بد اَثر پريوځي، دې سره ماشوم ضدي شي او بيا ئې ښه تربيت نه كيږي، د دې وجه جذباتي انداز اختيارول دي  *په خبره خبره باندې غُصَّه كيدل *که څوك ورته بد اووائي نو په بدل كښې كنزلې كول، دا ټول جذباتي كارونه دي  *زمونږ دا جذباتي فيصلے زمونږ كردار خرابوي * جذباتي فيصلے د معاشي نُقصان سبب جوړيږي  *د جذباتي فيصلو په وجه كورونه ورانيږي  *جنګ جګړې زياتيږي او د معاشرے امن و سكون برباديږي  *دغه شان عشقِ مجازي، دا خو د جذباتو يو اوچت غر دے چې د هغې نه لاندې شُعُور او د سوچ او فکر کولو صلاحيت داسې خخ شي چې اَلاَمَان وَ الْحَفِيْظ!

    بےحىائي عامه ده، جهالت عام دے، بعضې هلكان جينکئ په خپل مينځ كښې په ګنده، د ګناهونو ډك عشق كښې اخته شي، ګناهونه ډير عام شوي دي، بعضې وخت د كور نه اوتښتي او په كورټ كښې نكاح اوكړى، بيا د دواړو خاندانونو عِزَّت خاورې شي. د دوو خاندانونو جنګ شروع شي، بعضې وخت د هلك او جينئ عشقِ مجازي والا دا جذباتي فيصله د دوو كورونو د خانداني دُښمنئ سبب جوړه شي او د دې په وجه مودو مودو پورې د جنګ او قتل سلسلے روانې وي. دغسې ډير ځله په دريابونو كښې لاوارثه مړي ميلاويږي، چا خپله خور د غيرت په نوم قتل کړي وي، دغسې په عشقِ مجازي كښې چې څوك اخته شي او ناكامه شي نو بعضې وخت هغه پخپله درياب ته ټوپ كړي او ځان مړ كړي، معلومه شوه چې عشقِ مجازي د جذباتي انداز