Jazbati Pun ky Nuqsanat

Book Name:Jazbati Pun ky Nuqsanat

هغه ضرور نقصان دِه دي لكه تَكَبُّر، فخر و غرور، خپل ځان ښه ګنړل، دا هغه باطني مرضونه دي كوم چې په شروع كښې د يوے جذبے په طور په مونږ كښې ظاهريږي، خو كه مونږه دا جذبات په خپل قابو كښې اوساتو مثلاً يو كس ته د تَكَبُّر خيال راغے او هغه خيال ئې قائم كړو او بار بار دا خيال راولي نو بيا دا باطني مرض جوړ شي. په دې باندې په ساده مثال كښې داسې ځان پوهه كړئ چې هائي بلډ پريشر يو مرض دے، كه د يو كس بلډ پريشر عام طور خو نه زياتيږي خو د خوراك څښاك د کمي زياتي په وجه ئې بعضې وخت بلډ پريشر زياتيږي نو هغه ته به د هائي بلډ پريشر مريض نه وئيل كيږي، كه هغه په خوراك څښاك كښې مسلسل بے احتياطي كوي او بيا د هغه بلډ پريشر په عام معمول کښې هُم زيات وي نو اوس به هغه ته د هائي بلډ پريشر مريض وئيلے کيږي. دغه حال د جذباتو هم دے، هره يوه جذبه چې كله اوَّل په مونږ كښې راشي نو عام طور هغه د 12 منټو پورې وي، كه څوك دغه جذبه په خپلو دماغو كښې پخه کړي، بار بار هغه جذباتي خيال راولي نو بيا كه هغه جذبه منفي [يعني غلطه] وه نو د باطني مرض صورت هم اختيارولے  شي.

    بهرحال تر څو پورې چې جذبات د باطني مرضونو صورت اختيار نه كړي، تر هغه وخته پورې ذاتي طور جذبات نُقصان دِه نه وي بلكه د يو حده پورې دا هم وئيلے شي دي چې جذبات د انسان خاصّه ده، په روبوټ او انسان كښې بنيادي فرق د جذباتو دے، په روبوټ كښې جذبات نه وي، هغه يو مشين دے، نه هغه له غُصّه ورځي، نه د چا نه نفرت كوي، نه محبت كوي. دا د الله پاك د پيدائش كمال دے چې الله پاك انسان د خاورې نه جوړ كړے دے او ډير خاصيتونه او جذبات ئې هُم پكښې ايښودي دي.