Jazbati Pun ky Nuqsanat

Book Name:Jazbati Pun ky Nuqsanat

دينو رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْهِم كامياب ترين ژوند تير كړے دے، د هغوئي په كاميابئ كښې هم غټ كردار د E.Q (یعنی جذباتی ذهانت) دے، زمونږه بُزُرګانِ دينو به په خپلو جذباتو قابو ساتله. كه چا به د هغوئي د جذباتي كولو كوشش هم كولو نو هم به نه جذباتي كيدل، د اَمِیْرُ الْمُؤْمِنِیْن، حضرت عُمَربِن عبدُ العزيز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دورِ خلافت واقعه ده، يو ځل يو كس هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه سره سخت كلامي اوكړه نو هغوئى سر ښكته كړو او اوئې فرمائيل: آيا ته دا غواړې چې ما ته غُصَّه راشي او شيطان ما د بادشاهئ په غرور كښې اخته كړي او زه په تا ظُلم اوكړم او د قيامت په ورځ ته زما نه د هغې بدله واخلې....! دا هيڅ كله نه شي كيدے. دا ئې اوفرمائيل او خاموشه شو.

     اَللهُ اَکْبَر! خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! غور اوكړئ! څوک چې كمزورے وي، څه عُهده او طاقت هُم نه لري نو هغه هم په خپلو جذباتو قابو نه شي ساتلے، دلته خو كه څوك په لاسو د ګُزار کولو طاقت نه لري نو په خُله كنزلې اوکړي، څوك چې په خُله هُم څه نه شي وئيلے هغه په زړه كښې خُوټكيږي خو قربان شم د حضرت عُمَر بِن عبدُ العزيز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه E.Q (یعنی په جذباتو باندې قابو ساتل) څومره اعلٰى وو، هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه خليفه وو، اَمِیْرُ الْمُؤْمِنِیْن وو، هغوئي سره طاقت وو، قُوَّت وو، په دې حال كښې يو كس راشي او هغوئي ته رد بد اُووائي، د هغوئي د جذباتو راپارولو كوشش اوکړي خو هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه خپل جذبات په قابو كښې اوساتل او خاموشي ئې اختيار کړه. يقيناً دا ډير غټ كمال دے او دا زمونږ د بُزُرګانِ دينو د ژوند هغه راز دے چې د دې په وجه به هغوئي هر ځائے کښې باكماله وو، مونږ له هم خپل جذبات په قابو كښې ساتل